د پلټنې عالي ادارې د څارنې پلاوي د نیمروز ولایت په ادارو کې د بیا ارزونې له پروسې لیدنه وکړه
د پلټنې عالي ادارې د څارنې پلاوی چې پکې د ارشاد او دعوت رییس ښاغلي مولوي عیسی خان راهب، د عوایدو د پلټنې رییس ښاغلي اعجازالحق عزیزي، د دولتي شرکتونو د پلټنې رییس ښاغلي حمیدالله فقیري په نيمروز ولایت کې د د پلټنې ګروپ د کړنو د څرنګوالي تر څنګ؛ د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس ښاغلي مولوي محمد عمر زبیر، د حج اوقافو رییس ښاغلي مولوي فضل الرحمن مستغفر، مستوفي ښاغلي ضیاالدین ضیا، د شهیدانو او معلولینو رییس ښاغلي عبدالسلام مظلوم یار، د بریښنا رییس ښاغلي مولوي محمد موسی فایق، د لوړو زده کړو رییس ښاغلي محمد صدیق او نورو ولایتي مسولینو پکې ګډون کړی و د ۱۴۰۱ کال د میزان په ۷ د ۱۴۴۴ ربیع الاول په ۳ د پلټنې د ګروپ په شتون کې یې غونډه وکړه
د غونډې په پیل کې د پلټڼې په موخو، دندو، ډولونو او تر پلټنې لاندې ادارو کې د پلټونکي په دندو تفصیلي خبرې وشوې، او زیاته شوه چې د پلټنې عالي اداره یواځینی ستر بنسټ دی چې په هېواد کې مالي او حسابي برخې پلټي، تر څو یادې چارې د هېواد د قوانینو او د پلټنې د ملي او نړیوالو معیارونو په اساس په خپلواک او بې پرې ډول وارزوي، او د بیاارزونې د پلې کېدا موخو څخه ډاډ ترلاسه کړي، په عامه سکټور کې د بودیجې د سم مصرف څخه معلومات ترلاسه کړي.
د غونډې په جریان کې له مسولینو غوښتنه وشوه چې د اړینو اسنادو او معلوماتو د وړاندې کولو په برخه کې د پلټونکو سره خپله همکاري وکړي.
په پای کې د نېمروز ولایتي مسولینو په خپل نوبت خبرې وکړې؛ او یاد ولایت ته د پلټنې د پلاوي له راتګ ښه راغلاست او مننه وکړه او پلټونکو سره یې په وخت د اړینو اسنادو او معلوماتو د شریکولو ژمنتیا څرګنده کړه