د پلټنې عالي ادارې له ۵۲ کارکونکو د انګلیسي زده کړو د سویې معلوملو ازموینه واخیستل شوه
د پلټنې عالي ادارې له ۵۲ کارکونکو ددې ادارې د مسلکي زده کړو د پراختیا ریاست له لوري د انګلیسي زده کړو لپاره د سویې معلومولو اموینه د ۱۴۰۱ کال د میزان په ۱۰ چې د ۱۴۴۴ ربیع الاول په ۴ واخیستل شوه.
د پلټنې عالي ادارې د مسلکي زده کړو د پراختیا ریاست له لورې، په دې اداره کې د ظرفیت لوړونې په پار د بیلابیلو ریاستونو له ۵۲ کارکونکو د سویې معلومولو ازموینه واخیسته، ددې ریاست د مسولینو په خبره دوی به د ټولو کارکونکو علمي سویې ته په کتو ټولګي جوړ کړي او د هغوی د وړتیا په برابر به ورته ټولګي جوړ کړي، یادې زده کړې به د څو میاشتو لپاره دوام ، چې په پای کې به یې ټولو زده کونکو ته د انګلیسي ژبې اسناد هم ورکړل شي.
د یادولو ده چې د پلټنې عالي ادره له نړیوالو بنسټونو او ادارو سره د پلټنې د نړیوالو معیارونو په اساس په اړیکه کې دی، له همدې امله ددې ادارې په ټولو کارکونکو د انګلیسي زده یو الزامي امر دی