د ښارجوړونې وزارت کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه شو
د پلټنې ټاکل شوي پلاوي د ۱۴۰۱/۷/۷ د ۱۴۴۴/۳/۳ جوړه شوه، چې پکې د پلټنې عالي ادارې له لوري د ټاکل شوي پلاوي امر ښاغلي احسان الله فاني، ښاغلي امان الله رباطي، ښاغلي احمدذکي بهرام ا ښاغلي سمیع الله سمیع د پلاوي غړو ؛ او د ښارجونې وزارت له لوري پکې د ښارجوړونې وزیر ښاغلي حمدالله نعماني، مالي رییس ښاغلي عارف عزت، د بشري سرچینو رییس ښاغلي معروف جان جبارخیل، د تدارکاتو رییس ښاغلي محمد مسعود، د عواید رییس ښاغلي مولوي ذکرالله زرګري او د داخلي پلټنې رییس دولت خدا هوشمند پکې ګډون کړی و د ښار جوړونې وزارت کې جوړه شوه.
د غونډې په پیل کې ښاغلي احسان الله فاني د پلټنې پلاوی ګډونوالو ته وپېژنده، ورپسې د موخو، دندو، صلاحیتونو او د پلاوي په کړنو معلومات وړاندې کړل، د ښارجوړونې وزارت مقام له پلټونکو سره ژمنه وکړه چې استعلامونو او پوښتنو ته به یې په وخت ځواب ورکوي.