د پلټڼې عالي ادارې ټاکل شوي پلاوي خپله پرانیست غونډه د کانونو پطرولیم وزارت کې جوړه کړه
د رییس الوزرا د مقام د هدایت او د پلټنې د نړیوالو معیارونو یا (انتوسای) سره سم؛ د پلټنې عالي ادارې ټاکل شوي پلاوي خپله پرانیست غونډه نن دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۸ هـ ش چې د ۱۴۴۴/۳/۱۴ هـ ق کال سره برابر وه د کانونو او پطرولیم وزارت کې جوړه کړه، چې پکې د بهرنیو مرستو رییس ښاغلي مولوي محمدغازي، د طبعي زیرمو د پلټڼې رییس ښاغلي وحیدالله پویا، د پلټنې پلاوي رییس ښاغلي مفتي ضیاالحق حقاي ، د پلټنې پلاوي غړو او له کانونو پطرولیم وزارت څخه د کانونو او پطرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي حسام الدین، اداري رییس ښاغلي مولوي فضل الرحمن او د یاد وزارت د مالي او بودیجوي چارو همغږي کونکي ښاغلي محمد سردار محمدي پکې ګډون کړی و.
په پیل کې د بهرنیو مرستو د پلټنې رییس مولوي محمدغازي په یاده غونډه کې د یاد وزارت د مسولینو له شتون او ګډون مننه وکړه، او پلټنې د موخو، کړنو، او پلټنې د ټاکل شوي پلاوي په اړه او په عامه سکټور کې یې د پلټڼې په ارزښت هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، او له هغوی یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د غونډې په پای کې د کانونو او پطرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي حسام الدین د پلټنې د موندونو په عملي کېدا او له پلاوي سره د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.