د پلټنې په عالي اداره کې دهیواد د خپلواکۍ دبیرته تر لاسه کولو سلمه کلیزه ولمانځل شوه

sao-af
Sat, Aug 24 2019 6:57 AM
100

هغه غونډه چې نن پنج شنبه د۱۳۹۸کال دزمري دمیاشتې په ۳۱نیټه دهیواد دخپلواکۍ دبیرته تر لاسه کولو سلمې کلیزې او د خپلواکۍ ورځې ته ددرناوی  او د دغې آزادۍ  دقهرمانانو او  دګران هیواد افغانستان اتلو او باتورو بچیانو څخه دیادبود په ویاړ دپلټنې عالي ادارې دمطبوعاتي کنفرانس په تالارکې په لار  اچول شوې وه ،  محترم محمد نعیم حقمل  دپلټنې عالي ادارې عمومی رئیس ، فضل هادي فضل   دادارې مسلکی مرستیال، مجیب الرحمن شیرزاد  دادارې مالي او اداري مرستیال ، ریئسانو ،آمرینو ،پلټونکو او دادارې نورو منسوبینو ګډون پکښې درلود.

غونډه دقرآن عظیم الشان دمبارکو آیاتونو په تلاوت پیل او دافغانستان ملي سرود وغږول شو. او ورپسې دغه جشن د ادارې دمشرتابه له لوری  دپټۍ په پریکولو سره رسمأ پيل شو .

محمد نعیم حقمل دپلټنې عالي ادارې  عمومی رئیس  په پیل کې دافغانستان دخپلواکۍ دسلمې کلیزې د رارسیدو له امله ټولو هیوادوالو او دپلټنې عالي ادارې کارکونکو ته مبارکي وویله اوددې ورځې دارزښت په اړه ګډونوالو ته داسې وویل: دافغانستان خلک  پروطن مین نجیب او شریف خلک دي خپلواکي او آزادي له بل هرڅه ورته ګرانه ده، او دآزادۍ تر لاسه کولو او ساتلو لپاره یې ډیرې قرباني ورکړې دي ،خپلواکي او آزادي ددې هیواد دخلکو ټول تاریخ تشکیلوي څرنګه چې افغانستان دآسیا زړه اویو استراتیژیکه سیمه ده او دسیمې په هیوادونو اغیزه لري او تل دتاریخ په اوږدو کې دیرغلګرو تر نظر لاندې وي او په ځانګړې توګه بریتانیا چې په خپل وخت کې یو زبر ځواک وه او ډیر هیوادونه یې تر اشغال لاندې راوستي وه او یوه مهمه اډه یې په هندوستان او شرقي هند کې لرله څو ځلې زموږ پر ګران هیواد افغانستان یرغل وکړ تر څو داهیواد تر خپلې ولکې لاندې راولي او هر ځلی له سختې ماتې سره مخ شول.

هغه څرګنده کړه :پدې تاریخي لړ کې  کله چې شاه امان الله خان واک ته ورسید وویل "په هغه شرط دغه تاج پر سر ګدم چې تاسو زما له افکارو سره همکاري وکړئ اود افغانستان حکومت باید په بشپړه توګه آزاد او خپلواک اووسي "او په دغه شعار سره یې وکولی شول دغه هیواد له اشغال څخه وژغوري او عملأ یې دخپلواکۍ اعلان وکړاودبریتانیا لاس یې له افغانستان څخه لنډ کړ  اوداشغال هیله یې له لاسه ورکړه .

ورپسې فضل هادی فضل  دادارې مسلکي مرستیال دافغانستان دخپلواکۍ په اړه داسې وویل  : خپلواکي او آزادي دهر ملت ویاړ ده ، چې دژوندي ساتلو اوراتلونکو نسلونو ته یې دلیږد لپاره باید هڅې وشي. امان‌الله خان له انګلیسانو څخه دخپلواکۍ په اخیستلو سره یې ددې هیواد دهر وکړي به وجود کې  دآزادئ  حس را ژوندی کړ او وده یې ورکړه.
هغه وویل : دآزادۍ غوښتنې احساس  دهر ملت په وجود کې لکه دحیات اوبه  دیو ملت دبقا لپاره اړینه ده. یو ملت هغه وخت له مینځه زی چې په هغوی کې دآزادۍ غوښتنې او خپلواکۍ حس له مینځه ولاړ شي.

مجیب‌الرحمن شیرزاد د ادارې مالی او اداری مرستیال هم  دغوڼډې ګډون والو ته دهر کلي ویلو تر څنګ  دهیواد دخپلواکۍ  سلمې کلیزیې مبارکی وویله او څرکنده یې کړه  : هغه مفاهیم لکه سیاسي خپلواکي ، دخپلواکۍ اهمیت او دآزادۍ دروح څخه لمانځنه اړینه او په ځوان نسل کې  دخدمت کولو دآزادۍ  دودې او پرورش په معنې ده .هغه دخپلوکۍ ارزښت  ته په ټنګارسره وویل چې دافغان او انګلیس دریمه جګړه نور هیوادونو لپاره یو الهام او په نړۍ کې دبریتانیا دماتې یوه معادله وه ،افغان ملت تل دیرغلګرو پروړاندې یو موټی پاتې شوي اودیو واحد ملت په څیریې د پردیو پرمخ محکم سوک ورکړی  .
نجلا حکیمی، دادارې دجندر مسوولې هم دهیواد په خپلواکۍ کې دښځو دونډې په اړه ګډون والو ته معلومات وړاندې کړل اوویل  : ښځو دخپلواکۍ په کټلو سره هغه امتیازات تر لاسه کړل چې مخکې ترې محرومه وې ،. دښځو ونډه دخپلواکۍ او ازادۍ په مبارزو کې له نارینو څخه کمه نه وه.
څرنګه چې دلومړي ځل لپاره دتاریخ په اوږدو کې  دښځو حقونو ته ډیره پاملرنه وشوه او دزده کړې اسانتیاوې دهیواد په دننه او بهر کې ورته مساعدې شوې.


دغونډې په ورستیو شیبو کې ددې ادارې ځینو کارکونکو او پلټونکو ته دښه خدمتونو په پاس او دهیواد خپلواکۍ دسلمې کلیزې په ویاړ ستاینلیکونه ورکړل شول او دهغو کارکونکو چې له ټیټو بستونو څخه یې لوړ وبستونوته ارتقا کړې وه دبشري سرچینو ریاست له لوري نومونه واخیستل شول. همدارنګه دغه برنامه دادارې دلوړرتبه منسوبینو له خوا  دکیک په پریکولو سره پای ته ورسیده.

Latest news

Sun, May 14 2023 3:25 PM
Background image

New Auditor General is Appointed

New Auditor General is Appointed

Based on the order (3599), 16/10/1444, of Ameerul Mominin Sheikh Al-Quran Wal-Hadith Hibatullah Akhundzada, Honorable Mawlavi Muhammad Muhsin Hashmi. . .

Sun, Apr 09 2023 8:26 AM
Background image

The Supreme Audit Office (SAO) Organized a special training Workshop for Auditors

In order to carry out the audit based on the interest of the stakeholders and ISSAIs standards, SAO considered it necessary to organize a special training workshop for all auditors in. . .

Thu, Apr 06 2023 12:20 PM
Background image

Audit Team Held Exit Meeting at Administrative Office of the Prime Minister

SAO audit team held its exit meeting at the Administrative Office of the Prime Minister on 04/04/2023, with the participation of Mawlavi Esa Khan Rahib, Director of Da’wah & Guidance,. . .

BACK TO NEWS