د پلټنې عالي ادارې د څارنې پلاوي د هرات او فراه ولایتو د پلټنې لاندې ادارو نه څار وکړ
د ولایتي ادارو څخه د بیاارزونې د پروسې په لړ کې دا ځل د پلټنې عالي ادارې پلاوي له هرات او فره ولایته لیدنه وکړه، په دې پلاوي کې د دعوت او ارشاد رییس ښآغلي مولوي عیسی خان راهب، د عوایدو د پلټنې رییس اعجازالحق عزیزي، د دولتي شرکتونو د پلټنې رییس ښاغلي حمیدالله فقیریار، د هرات ولایت له مسولینو د هرات والي ښاغلي شیح نورمحمد اسلام جار، د ګمرکونو رییس ښاغلي عبدالله بلال، مستوفي ښاغلي معاون یار، د فوایدعامې رییس ښاغلي مولوي محمدادریس، د هرات ښاروال ښآغلي مولوي جاوید، او همدارنګه د فراه ولایت له مسولینو مرستیال والي ښاغلي عبدالکریم جهادیار، د ګمرک رییس ښاغلي عبدالهادي شمس، د کرني او مالساتنې رییس ښاغلي حاجي فیصل او فراه ښاغلي مولوي ادریس او نورو مسولینو سره د ۱۴۰۱ کال د میزان په ۵ بیلابیلې ناستې وکړې.
په دې ناستو کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي د پلټنې د موخو، استراتیژي، د پلټنو ډولونو، په ادارو کې د پلټونکو په مسولیتونو، او تر پلټڼې لاندې ادارې په مکلفیتونو او د فساد د له منځه وړلو په اړه یې له د دواړو ولایتونو له ولایتي مسولینو سره خبرې وکړې، چې ستونزې، او د پلټنې په وړاندې یې د خنډونو په اړه ورته سپارښتنې وکړې، ولایتي مسولینو بیا ورغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ ورسره د پلټنې په اړه د شریکو شویو مسلکي معلوماتو نه خوښي څرګنده کړه، او ژمنه یې وکړه چې د پلاوي له غړو سره به وخت د اړتیا وړ معلومات او اسناد شریک کړي او استعلامونه به یې هم په خپل وخت ځواب کړي.