د ۱۴۰۰ مالي کال د وروستي حساب د پلټنې پای غونډه د پلټنې عالي ادارې له لوري جوړه شوه.
د پلټنې عالي ادارو د نړیوالو معیارونو(انتوسای) په نظر کې نیولو سره د بیا ارزونې پلاوي د ۱۴۰۰ مالي کال او د ۱۴۰۰ کال د جدي دلوي او حوت میاشتو د وروستي حساب د پلټنې پای غونډه د ۱۴۰۱/۷/۲۴ تاریخ جوړه شوه، چې پکې د دولت د ورستي حساب د پلټنې رییس ښاغلي فضل محمود غیاثي، د معلوماتي ټکنالوژۍ رییس ښاغلي نویدالله امان ، د پلټنې د ټاکل شوي پلاوي امر ښاغلي محمد طارق فاروقي او د ماليې وزارت د دفتر رییس ښاغلي سلطان محمد زبیر، د بودیجې عمومي رییس حبیب الله سباوون او د خزاینو عمومي ریاست د محاسباتو عمومي رییس ښاغلي محب الله صاحب پکې ګډون کړی و د مالیې وزارت د دفتر مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
د غونډې په پیل کې فضل محمود غیاثي د دولت د وروستي حساب د پلټنې رییس د مالیې وزارت د مقام او نورو اړوندو ادارو د بیاارزونې پروسې له بشېړېدو مننه وکړه. او زیاته یې کړه: نن د ډیرې خوښۍ ځای دی چې زمینه برابره شوې، تر څو د دولت د وروستي حساب پلټنې موندنې او وړاندیزونه چې د پلټنې پلآوي له لوري په لاس راغلي له یو بل سره شریکوو.
په پای کې د مالیې وزارت مسولینو د په دې وزارت د پلټنې له جریانه مننه وکړه، او ژمنه یې وکړه چې د پلټنې عالي ادارې او د پلټونکو له لوري چې ورته کوم وړاندیزونه د وروستي حساب لپاره شوي ټول به تطبیق کړي.