د پلټنې عالي ادارې د څار پلاوي؛ په پنجشیر ولایت کې د ارزونې لاندې ادارو نه لیدنه وکړه

org_admin
Wed, Oct 19 2022 12:41 PM
65

د پلټنې عالي ادارې د څار پلاوي د سه شنبې په ورځ ۱۴۰۱/۷/۲۶ چې د ۱۴۴۴ هـ ق کال د ربیع الاول له ۲۲ سره برابره وه د په پنجشیر ولایت کې د ارزونې پروسې له جریانه لیدنه وکړه.

د پلټنې عالي ادارې پلاوی چې پکې ددې ادارې حقوقي سلاکار ښاغلي نورحیدر صدر، مالي او اداري رییس ښاغلي اسدالله حیدري، د عامه اړیکو او اطلاعاتو امر عزیزالرحمن حقاني، د پلټنې ګروپ امر ښاغلي مولوي حسن موسی زی او د پلاوي نورو غړو پکې ګډون کړی و د یاد ولایت له والي ښاغلي مولوي محمد محسن هاشمي، مرستیال والي ښاغلي روح الله ملنګ، د کار او ټولنیزو چارو رییس ښاغلي عظیم الله شهید، د لوړوزده کړو رییس ښاغلي مصطفی ابو سعید، ښاروال ښاغلي رحمت الله محمدي او نورو مسولینو پکې ګډون کړی سره ولیدل.

په دې لیدنه کې ښاغلي نورحیدر صدر د پلټنې عالي ادارې د غړو او د پنجشیر ولایتي مسولینو تر منځ له پېژندګلوۍ او ددې ولایت له والي د مننې تر څنګ د ادارې په تاریخي سفر، موخو، دندو، مسولیتونو، او د روڼتیا په رامنځته کولو کې ددې ادارې په ونډې، حساب اخیستنې، حساب ورکونې د عامه سکټور په اصلاح او له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د پنجشیر ولایت مسولینو ته توضیحات ورکړل. ښاغلي صدر د څار اصلي موخه ارزونه او د ارزونې په پروسه کې د پلټونکو ستونزې اوریدل یاد کړل او زیاته یې کړه: ځینې ادارې وې چې پلټنې ته تیارې نه وې، چې رییس الوزرا د یو فرمان په ترڅ کې ټولې ادارې حساب ورکونې او پلټنې ته تیارې کړې، نوموړي زیاته کړه چې ادارې کولای شي چې د پلټنې عالي ادارې پلټونکي کولای شي، چې د قوانینو په رڼا کې د طرزالعملونو، لوایحو، لارښودونو او نورو مواردو په جوړونه کې زده کړه وکړي، او یا د هغوی له پوهې ګټه واخلي.

په پای کې د پنجشیر ولایت والي مولوي محمد محسن هاشمي د پلټنې عالي ادارې له پلاوي مننه وکړه او زیاته یې کړه: دا چې اسلامي امارت کوښښ کوي چې له اداري فساد خالي اسلامي نظام جوړ کړي، نو یواځېنۍ اداره چې کولای شي د فساد مخنیوی وکړي د پلټنې عالي اداره ده، نوموړي د قران کریم د ایاتونو په اساس اسلامي نظام ګټور وباله زیاته یې کړه: پلټنه اسلامي امارت ته دوه کټې لري، یو یې د فساد مخنیوی کوي او بل دا چې خلکو ته د حساب ورکونې په برخه چارواکي تیار او پوه کړي.

4332

 

Latest news

Sun, May 14 2023 3:25 PM
Background image

New Auditor General is Appointed

New Auditor General is Appointed

Based on the order (3599), 16/10/1444, of Ameerul Mominin Sheikh Al-Quran Wal-Hadith Hibatullah Akhundzada, Honorable Mawlavi Muhammad Muhsin Hashmi. . .

Sun, Apr 09 2023 8:26 AM
Background image

The Supreme Audit Office (SAO) Organized a special training Workshop for Auditors

In order to carry out the audit based on the interest of the stakeholders and ISSAIs standards, SAO considered it necessary to organize a special training workshop for all auditors in. . .

Thu, Apr 06 2023 12:20 PM
Background image

Audit Team Held Exit Meeting at Administrative Office of the Prime Minister

SAO audit team held its exit meeting at the Administrative Office of the Prime Minister on 04/04/2023, with the participation of Mawlavi Esa Khan Rahib, Director of Da’wah & Guidance,. . .

BACK TO NEWS