د پلټنې عالي ادارې له لوري مرکزي ادارو ته د څارنې پلاوو د ټاکلو غونډه جوړه شوه
۱۴۰۱/۷/۲۸
د پلټنې عالي ادارې له لوري د مرکزي ادارو د بیا ارزونې لپاره د څارنې پلاوو د ټاکلو غونډه نن د ادارې په انګړ کې جوړه شوه، چې د پلټنې عالي ادارې د مالي پلټنو او تقنیني اسنادو مرستیال او سرپرست ښاغلي مولوي عزت الله حقاني، حقوقي سلاکار نورحیدر صدر، د مقام ستر مسلکي سلاکار فضل الله نظامي او نورو رییسانو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې ښاغلي عزت الله حقاني ولایتونو ته له تللو پلاوو د مننې تر څنګ ل رهبري د پریکړې په اساس او د شته پلان له مخې مرکزي ادارو ته هم د څارنې پلاوي وټاکل، نوموړي زیاته کړه چې د څارنې پلاوي دنده لري چې له نږدې د ارزونې جریان وڅاري، او خپلې موخې دې ادارو او پلټونکو ته ښکاره کړي.
ورسره جوښت ښاغلي حقاني ټینګار وکړ چې له ادارو دې وغوښتل شي چې د پلټونکو موندنې دې د اصلاحي وړاندیزونو په رڼا کې عملي کړي.