د عامه پروژو ریاست د پلټنې ټیم د مسلکي او تخنیکي زده کړو په اداره کې پای غونډه جوړه کړه

org_admin
Wed, Oct 26 2022 2:39 PM
222

نن چهار شنبه د ۱۴۰۱ هـ ش کال د لړم په ۴ چې د ۱۴۴۴ هـ ق کال د ربیع الاول له ۲۹ سره برابره ده، د پلټنې عالي ادارې پلاوي د مسلکي او تخنیکي زده کړو په اداره کې پای غونډه جوړه کړه، په غونډه کې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي عیسی خان راهب، د عامه پروژو رییس ښاغلي انجینر سیدمنان سهار، د عامه پروژو د پلټنې امر ښاغلي انجینرمحمدطاهر فیض، د ټاکل شوي پلاوي امر ښاغلي مولوي عبدالله عارف زي، د پلټنې پلاوي غړو او د تخنیکي او مسلکي زده کړو مالي او اداري مرستیال ښاغلي مفتي فضل الرحمن فضل، مالي او حسابي رییس ښاغلي حامد پوپل او نورو مسولینو پکې ګډون کړی و جوړه شوه.
غونډه د مبارک قران په سپېڅلو ایاتونو پیل شوه، ورپسې ښاغلي انجینر سیدمنان سهار د مسلکي زده کړو له ادارې د پلټنې په پروسه کې د پلټنې له ټاکل شوي ټیم سره له کړې همکارۍ مننه وکړه.
د غونډې په دوام د مسلکي او تخنیکي زده ادارې مرستیال مفتي فضل الرحمن د پلټنې ټیم د موندو د پلټنې د راپور مسودې او ځینو ساختماني پروژو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي مولوي عیسی راهب بیا د پلټنې په ارزښت او د عامه شتمنیو د ساتلو په بهیر کې یې د پلټنې عالي ادارې په رول خبرې وکړې، نوموړي زیاته کړه : د پلټنې عالي ادارې دنده چې ادارو ته پوهاوي ورکړي څو خپلو مسولیتونو ته پام وکړي او په سم ډول یې ادا کړي.
د غونډې په دوام د پلټنې د راپور له مسودې یوه کاپي یادې ادارې ته ورکړل شوه، د غونډې په پای کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په دې بنسټ کې د پلټنې له جریانه خوښي وښوده او یاده پروسه یې د روڼتیا په رامنځته کولو کې مهمه وبلله.

323223

 

Latest news

Sun, May 14 2023 3:25 PM
Background image

New Auditor General is Appointed

New Auditor General is Appointed

Based on the order (3599), 16/10/1444, of Ameerul Mominin Sheikh Al-Quran Wal-Hadith Hibatullah Akhundzada, Honorable Mawlavi Muhammad Muhsin Hashmi. . .

Sun, Apr 09 2023 8:26 AM
Background image

The Supreme Audit Office (SAO) Organized a special training Workshop for Auditors

In order to carry out the audit based on the interest of the stakeholders and ISSAIs standards, SAO considered it necessary to organize a special training workshop for all auditors in. . .

Thu, Apr 06 2023 12:20 PM
Background image

Audit Team Held Exit Meeting at Administrative Office of the Prime Minister

SAO audit team held its exit meeting at the Administrative Office of the Prime Minister on 04/04/2023, with the participation of Mawlavi Esa Khan Rahib, Director of Da’wah & Guidance,. . .

BACK TO NEWS