د پلټنې عالي ادارې رییسانو او اریانا افغان هوایي شرکت مسولینو لیدنه
۱۴۰۱/۸/۱۲
د پلټنې عالي ادارې پلاوي چې پکې د بهرنیو مرستو رییس ښاغلي مولوي محمدغازي جریر، د دولتي شرکتونو رییس ښاغلي حمیدالله فقیري، د پلټنې د موندنو او راپور ورکونې رییس نثاراحمد ثبات د اریانا افغان هوایي شرکت سرپرست ښاغلي حاجي رحمت الله سره وکتل.
د غونډې په پیل کې مولوي محمدغازي جریر د پلټنې په موخو، کړنو او د پلټنې عالي ادارې له لوري د ټاکل شوي پلاوي په اړه او په ادارو کې د پلټنې په ارزښت معلومات شریک کړل، زیاته یې کړه په عمومي ډول دوه ډوله پلټنه شتون لري؛ یو یې د ادارې په داخل کې پخپله د ادارې له لوري ترسره کیږي او بل هغه یې بهرنی دی چې د پلټنې عالي ادارې د ټاکل شویو پلټونکو له لوري ترسره کیږي، د نوموړي په خبره د پلټنې عالي اداره له سلو کلونو وړاندې په افغانستان کې فعالیت کوي ، چې دنده یې په ادارو کې د فساد مخنیوی او له منځه وړل دي. په شلو ولایتونو کې د پلټنې عالي ادارې پلټونکي د ارزونې په پار ګومارل شوي دي چې موخه یې د عامه پانګې له سم مصرف څخه ډاډ ترلاسه کول او د ستونزو، نیمګړتیا او کمیو معلومول او له منځه وړلو په موخه یې د وړاندیزونو وړاندې کول دي.
په پای کې د اریانا افغان هوایي شرکت رییس د پلټنې پروسه په ادارو کې د اصلاح جوړنې اساس وباله او په خپله اداره کې یې د پلټنې د اجرا لپاره د تیاري ډاډ ورکړ.