د پلټنې عالي ادارې حقوقي سلاکار د سرې میاشتې له رییس سره ددې ادارې کاري چوکاټ په اړه وکتل

org_admin
Tue, Nov 08 2022 12:36 PM
32

۱۴۰۱/۸/۱۶

د پلټنې عالي ادارې د مشرتابه له هدایت سره سم؛ تر ارزونې لاندې ادارو سره د پلټنې جریان په اړه د کتنو په لړ کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي چې پکې د یادې ادارې حقوقي سلاکارښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د دفاعي ، امنیتي او ټولنیز خوندیتوب سکټور رییس ښاغلي صدیق الله عزیزي او د سرې میاشتې رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص او نورو مسولینو ګډون کړی و.

د غونډې په پیل کې د پلټنې عالي ادارې حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي نورحیدر صدر د پلټنې عالي ادارې د موخو، کاري کړنلارې، په عامه ادارو کې د پلټنې په ارزښت او په نړیوالو ادارو او سازمانونو کې د یادې ادارې په غړیتوب معلومات وړاندې کړل، او زیاته یې کړه چې د پلټڼې عالي اداره په هېواد کې د عامه شتمنیو د مصرف په اړه یوازینۍ ستره مرجع ده، چې د هېواد د شته وو قوانینو او مقرارتو په نظر کې نیولو سره د عامه شتمنۍ له سم مصرف، د عوایدو راټولو څخه پلټنه کوي او د هېواد لوړپوړو مقاماتو ته راپور ورکوي.

د غونډې په جریان کې ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ زیاته کړه د عامه شتمنیو د ساتلو لپاره د پلټنې پروسه یو مهم امر دی چې په ادارو کې شفافیت رامنځته کوي او مسولین خپلو مسولیتونو ته متوجه کوي، د سرې میاشتې رییس په دې بنسټ کې د پلټڼې له جریانه د ملاتړ تر څنګ زیاته کړه چې مسولین به له پلټونکو سره هر اړخیزه همکاري وکړي

43

 

Latest news

Sun, May 14 2023 3:25 PM
Background image

New Auditor General is Appointed

New Auditor General is Appointed

Based on the order (3599), 16/10/1444, of Ameerul Mominin Sheikh Al-Quran Wal-Hadith Hibatullah Akhundzada, Honorable Mawlavi Muhammad Muhsin Hashmi. . .

Sun, Apr 09 2023 8:26 AM
Background image

The Supreme Audit Office (SAO) Organized a special training Workshop for Auditors

In order to carry out the audit based on the interest of the stakeholders and ISSAIs standards, SAO considered it necessary to organize a special training workshop for all auditors in. . .

Thu, Apr 06 2023 12:20 PM
Background image

Audit Team Held Exit Meeting at Administrative Office of the Prime Minister

SAO audit team held its exit meeting at the Administrative Office of the Prime Minister on 04/04/2023, with the participation of Mawlavi Esa Khan Rahib, Director of Da’wah & Guidance,. . .

BACK TO NEWS