د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د اطلاعاتو کلتور وزارت کې د پلټنې پای غونډه جوړه کړه
۱۴۰۱/۹/۱۵ هـ ش، ۱۴۴۴/۵/۱۲ هـ ق
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې مشري یې د پلټنې عالي ادارې د بهرنیو مرستو د پلټنې رئیس ښاغلي مولوي محمدغازي جریر کوله، ورسره د پوهنې، روغتیا او کلتور د پلټنې برخې رئیس ښاغلي عبدالاحد قیومي او د پلټنې ټیم ګډون درلود، د اطلاعاتو کلتور وزارت له مالي او ګرځندوی مرستیال ښاغلي مولوي سعدالدین سعید او نورو چارواکو سره د پلټنې پای غونډه د سه شنبې په ورځ جوړه کړه.
د غونډې په پیل کې ښاغلي مولوي محمد غازي جریر د پلټنې په موخو، ارزښت، د عامه ادارې په اصلاح، د عامه شتمنیو په ساتنې او د اداري فساد په له منځه وړلو کې د پلټنې په رول خبرې وکړې، او د یاد وزارت له مسؤولینو یې د پلټنې د موندنو د پلي کولو غوښتنه وکړه.
د اطلاعاتو کلتور وزارت مالي او ګرځندوی مرستیال ښاغلي سعدالدین سعید په دې بنسټ کې د پلټونکو کړنې وستایلې، او د کړي چلند له امله یې خوښي څرګنده کړه؛نوموړي د پلټنې لړۍ، له ادارو سره د مرستې او د چارو د ښه والي په معنا وبلله، او د پلټونکو له لوري ورته د شویو اصلاحي وړاندیزونه د پلي کېدو ژمنه یې وکړه.