د پلټنې عالي ادارې ټاکل شوي پلاوي، د برچي په ۵۰ بستریز روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

org_admin
Wed, Jan 25 2023 3:27 PM
43

د پلټنې عالي ادارې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی خان راهب په مشرۍ پلاوی، چې ورسره د پوهنې، روغتیا او کلتور د پلټنې برخې رییس ښاغلي عبدلاحد قیومي او نورو غړو ګډون درلود، د برچي د ۵۰ بستریز روغتون له رییس ښاغلي همراه خان نیک پی او نورو مسوولینو سره د ۱۴۴۴ هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۲ نېټه وکتل.
غونډه د مبارک قران په سپېڅلو ایاتونو پیل شوه، ورپسې د پلاوي مشر ښاغلي مولوي محمد عیسی خان راهب د قران کریم او نبوي حدیثو په رڼا کې د بیت المال په ساتنه کې د پلټنې په ونډې، موخو او تاریخي مخینې معلومات وړاندې کړل.
د غونډې په اوږدو کې، ښاغلي عبدالاحد قیومي د پلټنې عالي اداره په هېواد کې د عوایدو او عامه شتمنیو د سم  لګښت په اړه د ډاډ ترلاسه کولو یواځينی بنسټ وباله.
په پای کې د برچې ۵۰ بستریز روغتون مسوولینو، په خپل وار پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، او له پلټونکو سره یې د پلټنې په بهیر کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

4322

 

Latest news

Sun, May 14 2023 3:25 PM
Background image

New Auditor General is Appointed

New Auditor General is Appointed

Based on the order (3599), 16/10/1444, of Ameerul Mominin Sheikh Al-Quran Wal-Hadith Hibatullah Akhundzada, Honorable Mawlavi Muhammad Muhsin Hashmi. . .

Sun, Apr 09 2023 8:26 AM
Background image

The Supreme Audit Office (SAO) Organized a special training Workshop for Auditors

In order to carry out the audit based on the interest of the stakeholders and ISSAIs standards, SAO considered it necessary to organize a special training workshop for all auditors in. . .

Thu, Apr 06 2023 12:20 PM
Background image

Audit Team Held Exit Meeting at Administrative Office of the Prime Minister

SAO audit team held its exit meeting at the Administrative Office of the Prime Minister on 04/04/2023, with the participation of Mawlavi Esa Khan Rahib, Director of Da’wah & Guidance,. . .

BACK TO NEWS