د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د کابل ښاروالۍ په لسمه ناحیه کې د پلټنې پای غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د عامه پروژو د پلټنې رییس ښاغلي سیدمنان سهار، او نورو غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۴ هـ ق کال د شعبان په ۶ د کابل ښاروالۍ د لسمې ناحیې رییس ښاغلي مولوي نورالوهاب نوري او نورو مسوولینو سره د پلټنې پای غونډه جوړه کړه.
په دې ناسته کې ښاغلي سیدمنان سهار د یادې ناحیې له مسوولینو د پلټنې په بهیر کې د کړۍ همکارۍ له امله مننه وکړه او د پلټنې د موندنو د پلي کولو په اړه یې ټینګار وکړ.
د غونډې په پای کې د لسمې ناحیې رییس ښاغلي نورالوهاب نوري پلټنه د دولتي کارکونکو د غلطیو د سمون لپاره اړینه وبلله او د پلټنې د موندنو د پلي کولو په برخه کې يې د همکارۍ ژمنه وکړه.