د پلټنې عالي ادارې پلاوي د ملالۍ زیږنتون روغتون په ریاست کې پایغونډه جوړه کړه
دپلټنې عالي ادارې پلاوي، چې مشري يې د یاد پلاوي آمر محترم فخرالدین صمدی کوله، د ۱۴۴۴ هـ ق کال د شوال په ۶ نیټه د ملالۍ زیږنتون د رییسې ښاغلې ملالی رحیمي فیضي او سرطبیب ښاغلې حفیظه عمرخیل سره په یاد روغتون کې د پلټنې پایغونډه جوړه کړه.
په یاده غونډه کې د پلټنې پلاوي د پلټنې د موندنو په اړه د بحث تر څنګ د ملالۍ زیږنتون روغتون د کارمندانو څخه د پلټنې په پروسه کې د همکارۍ کولو له امله مننه وکړه. همدارنګه د پلټنې د موندنو د راپور یوه کاپي د دغه روغتون مسوولینو ته د نظر ورکولو په خاطر وسپارل شوه.
د غونډې په پای کې د روغتون مسوولینو د پلټنې عالي ادارې لخوا مؤظف شوي پلاوي د ښه چلند او همکارۍ څخه خوښي څرګنده کړه او د پلټنې د موندنو او سپارښتنو د تطبیق په اړه يې وعده وکړه.