د پلټنې عالي اداري پلاوي؛ په پوهنې وزارت کې د پلټنې پرانيست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د پلټنې عالي ادارې د عامه پروژو د پلټنې آمر ښاغلي انجينر محمد ظاهر فيضی، د پلټنې آمر ښاغلي مولوي قيام الدين نظامي او نورو غړو ګډون درلود د ۱۴۴۴ هـ ق کال د ذوالقاعدې په ۱۰نېټه د پوهنې وزارت دبشري سرچينو او ادارې مرستیال د دفتر آمر ښاغلي الحاج مولوي عبدالباري نظري، دپوهنې وزرات دخدماتو رييس سيد حفيظ الله آغا او د ياد وزارت له نورو مسوولینو سره په ياد وزرات کې د عامه پروژو د پلټنې پرانيست غونډه جوړه کړه.
غونډه د قرآن کريم په مبارکو اياتونو سره پيل شوه، ورپسې ښاغلي نظري راغلي پلاوي ته هرکلی ووايه زياته يې کړه: پلټنه يو اسلامي دنده ده، د اسلامي امارت د ټولو ادارو موخه یوه ده، که چيرته يو کار پرمخ وړل کيږي او د هغه کار تر شا پلټنه ترسره نه شي دا معلومه ده، چې هغه کار کې به نيمګړتياوې وي. د غونډې په دوام ښاغلي فيضي وينا وکړه نوموړي وويل: د پلټنې عالي ادارې دنده ده، چې د لوړو چارواکو د لارښوونې سره سم هر هغه څه، وپلټې چې دوی يې ورته امر کړی وي ښاغلي نظري د یاد بنسټ له مسوولینو د پلټنې په بهیر کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په پای کې ښاغلي نظري د پلټنې عالي ادارې راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ،چې ستاسې سره همکارۍ ته اماده يو او په چارو کې د برياليتوب هيله يې څرګنده کړه.