د پلټنې عالي ادارې او د ترکیې هیواد د محاسباتو دیوان ترمینځ د ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وشوې

sao-af
Tue, Jul 30 2019 5:00 AM
معاون مالی و اداری اداره عالی بررسی

مجیب‌الرحمن شیرزاد د پلټنې عالي ادارې مالي او اداري مرستیال، د ۱۳۹۸ لمریز کال د زمري د میاشتې په اومه نیټه د دوشنبه په ورځ  چې د ۲۰۱۹ زیږدیز کال د جولای له ۲۹ سره سمون لري، د یو انځوریزې اړیکې په ترڅ کې د ترکیې هیواد د محاسباتو دیوان له ځینو منسوبینو سره خبري اترې وکړې، دغه ناسته د ترکیې هیواد د محاسباتو د نړیوالو اړیکورئیس، دتربیوي مرکزرئیس او نورومنسوبینو اوهمدارنګه د پلټنې عالي ادارې مالي او اداري مرستیال او د ادارې دمقام سلاکار عباس هویدا په حضور ترسره شوه. پدې ناسته کې دواړو خواو په نژدې راتلونکې کې د دولتي ادارو د مالي پلټنې په برخه کې د کارکونکو د وړتیا د لوړوالي په اړه  خبرې اترې او څرګندونې وکړې.

په پیل کې  ښاغلي شیرزاد  د پلټنې عالي ادارې دکارکونکو لپاره  د وړتیا د لوړوالي د برنامې  اود پرمختګ د څرنګوالي په اړه یې معلومات وړاندې کړل او وویل چې د پلټنې عالي ادارې تل هڅه کړې ترڅو معیاري او دقیقه پلټنه ترسره کړي، نو په همدې موخه مو د کارکونکو دوړتیا د لوړوالي لپاره ډیرې برنامې به پام کې نیولي دي.

 هغه  زیاده کړه!  چې د مالي پلټنې او نورو برخو کې  دکارکونکو زده کړې هغوي سره مرسته کوي  ترڅو مسلکي مسایلو سره برخورد وکړي او دپلټنې نړیوال استندردونه او معیارونه د پلټنو په چارو کې په پام کې ونیسي.

ښاغلي شیرزاد  د ترکیې هیواد دمحاسباتو دیوان له مشرتابه څخه مننه وکړه چې  له دې ادارې سره یې تل همکارۍ کړی اووویل :  دپلتنې عالي ادارې دکارکونکو دوړتیا لپاره په راتلونکي کلونوکې ډیرې زده کړئیزې برنامې  په پلان کې نیولي دي، اود دغو برنامو دتطبیق لپاره  د همکارو هیوادونو ملاتړ ته اړتیا ده.

په اخر کې د ترکیې هیواد د محاسباتو دیوان  د تربیوي مرکز رئیس د ادارې له مشرتابه څخه مننه وکړه، او د ادارې دکارکونکو د وړتیا د لوړوالي په لاره کې  د پلټنې عالي ادارې فعا لیتونه وستایل او له دې ادارې سره یې دهرډول همکاریو ژمنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده د ۲۰۱۹ کال د اګست په میاشت کې د دغې ادارې۱۲ تنه پلټونکو لپاره یوه زده کړئیزه برنامه په لاره واچول شي او دغه پروسه پرهمدې لیول ادامه پیدا کړي.

Latest news

Sun, May 14 2023 3:25 PM
Background image

New Auditor General is Appointed

New Auditor General is Appointed

Based on the order (3599), 16/10/1444, of Ameerul Mominin Sheikh Al-Quran Wal-Hadith Hibatullah Akhundzada, Honorable Mawlavi Muhammad Muhsin Hashmi. . .

Sun, Apr 09 2023 8:26 AM
Background image

The Supreme Audit Office (SAO) Organized a special training Workshop for Auditors

In order to carry out the audit based on the interest of the stakeholders and ISSAIs standards, SAO considered it necessary to organize a special training workshop for all auditors in. . .

Thu, Apr 06 2023 12:20 PM
Background image

Audit Team Held Exit Meeting at Administrative Office of the Prime Minister

SAO audit team held its exit meeting at the Administrative Office of the Prime Minister on 04/04/2023, with the participation of Mawlavi Esa Khan Rahib, Director of Da’wah & Guidance,. . .

BACK TO NEWS