د پلټنې په عالي اداره کې د داخلي پلټنې زده ګړئیزه برنامه پیل شوه

sao-af
Mon, Nov 18 2019 8:08 PM
sao

د ۱۳۹۸ کال دلړم میاشتې په ۲۷نیټه دپلټنې عالي ادارې مسلکي مرستیال،مالي اواداري مرستیال په ګډون د عامه سکتور په ادارو کې  د داخلي پلټنې رئیسانو لپاره زده کړئیزه برنامه پیل شوه. ددې برنامې موخه ؛ دعامه سکتور په ادارو کې دداخلي پلټنې پرمقررې باندې خبرې اترې، څرګندونې، اوخپلې تجربې له یوبل سره شریکول دی. او پر بیلا بیلو اړخونویې خبرې اترې کیږي اوپه عامه سکتور کې دداخلي پلټنې دونډې دڅرنګوالي او دپلټنې عالي ادارې سره یې داړیکوپه اړه په انفرادي، ګروپي کارونو، سوال او ځواب او په اخرکې ددې ناستو پایلې له ګډون والو سره شریکوي.

د غونډې په پیل کې د ادارې مسلکي مرستیال ښاغلی فضل هادی فضل د ګډونوالو له راتګ څخه مننه وکړه، او د داخلي پلټنې مقررې بنسټیزو ټکو ته یې اشاره وکړه اوداهمیت په اړه یې داسې؛ وویل: دننۍ ورځې دغونډې موخه د داخلي پلټنې د رئیسانو له لوري په مقرره کې دشته ستونزو لرې کول دي، چې ددې مقررې اصلي ذینفعان دي اودا مقرره یو ځانګړی اهمیت لري  ترڅو په مقرره کې د ادارو کاري سیمه ، خپلواکي ،دوړتیا لوړوالی په ګوته شي او وکولی شي دعامه سکتور په ادارو کې دفساد سره دمبارزې اصلي دنده تر سره کړي. هغه همدارنګه زیاته کړه :دپلټنې عالي ادارې لپاره دداخلي پلټنې کاري خپلواکي اودوړتیا لوړوالی  دخپلوکړنو څخه دډاډ تر لاسه کولو په موخه ځانګړی ارزښت لري.

 ورپسې د پلټنې عالي ادارې مالي او اداري مرستیال ښاغلی مجیب الرحمن شیرزاد دعامه ادارو د داخلي پلټنې اړیکو په اړه چې دپلټنې عالي ادارې سره یې لري؛ وویل: ترهغه وخته پورې چې  موږ د داخلي پلټنې او بهرنۍ پلټنې تر مینځ یو دقیق تفکیک ونه لرو اوترڅوچې ددغو دوه ادارو ترمینځ کاري سیمې  په ابهام کې اووسي د تفاهم پرځای؛ سوی تفاهم مینځ ته راوړي. نوموړي وویل؛ د IIA معیارونو ددغو دوه بنسټونو رابطې مشخص کړي دي، چې کولی شو دغو معیارونو ته په کتو سره د داخلي پلټنې معیارونه تدوین کړو ترڅو د پلټنې عالي ادارې او د داخلي پلټنو تر مینځ  کاري تداخل  له مینځه ولاړ شي چې د دغو دوه بنسټونو ترمینځ پرهمغږۍ باندې د IIA معیارونو رڼا اچولې.

 

وروسته بیا دپلټنې عالي ادارې د داخلي پلټنې رئیس وویل: په مقرره کې تعدیل  د۱۳۹۸کال دوزیرانو شوره دمصوبې پر بنسټ ده، نو له همدې امله مو دداخلي پلټنې رئېسانو ته بلنه ورکړي تر څو ددې مقررې په غنامندي کې خپله ونډه تر سره کړي. ددې برنامې بله برخه ګروپي کارونه وه چې د داخلي پلټنې رئیسان په کاري میزونو وویشل شول اوددې موضوع په اړه یې هر اړخیز بحثونه او څرګندونې وکړې اوخپلې پایلې هرې ډلې ګډون والو ته وړاندې کړې.

په پای کې ښاغلي فضل د جمع بندی څخه وروسته ګډون والو ته؛  وویل: ننۍ خبرو اترو اونیکو څرګندونو، اوددې مقررې پربیلا بیلو اړخونو خبرواترو دا په ډاګه کړه چې کولی شي د مقررې په غني کولو او بیا کتنې کې له موږ او تاسو سره مرسته وکړي نو له همدي امله مو د داخلي پلټنې رئیسانو ته بلنه ورکړې ترڅو دعامه ګټې دساتنې لپاره یوه ټولیزه قاعده چې موږ او تاسوته لاره پرانیزې اوپه راتلونکې کې دعدلې وزارت او دوزیرانو شوراته یې وړاندې کړو.

د یادونې وړ ده چې دغه برنامه به تر۲ نورو ورځو پورې دپلتنې عالي ادارې په تالارکي دوام ولري.

 

Latest news

Sun, May 14 2023 3:25 PM
Background image

New Auditor General is Appointed

New Auditor General is Appointed

Based on the order (3599), 16/10/1444, of Ameerul Mominin Sheikh Al-Quran Wal-Hadith Hibatullah Akhundzada, Honorable Mawlavi Muhammad Muhsin Hashmi. . .

Sun, Apr 09 2023 8:26 AM
Background image

The Supreme Audit Office (SAO) Organized a special training Workshop for Auditors

In order to carry out the audit based on the interest of the stakeholders and ISSAIs standards, SAO considered it necessary to organize a special training workshop for all auditors in. . .

Thu, Apr 06 2023 12:20 PM
Background image

Audit Team Held Exit Meeting at Administrative Office of the Prime Minister

SAO audit team held its exit meeting at the Administrative Office of the Prime Minister on 04/04/2023, with the participation of Mawlavi Esa Khan Rahib, Director of Da’wah & Guidance,. . .

BACK TO NEWS