دپلټنې عالي ادارې د داخلي پلټنې ادارو له رئیسانو سره دهمغږۍ غونډه ترسره کړه

sao-af
Thu, Feb 06 2020 1:07 PM
sao

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دعالي مقام 7/10/1398 نیټې (2203) شمیرې هدایت پر بنسټ دمالیې وزارت او دټولو وزارتونو د داخلي پلټنې مسوولینو ته دنده سپارلې تر څو دپلټنې عالي ادارې له رئیس او همکارانوسره دې د دوي دموندنو په اړه غوڼډه ونیسي ،او هره اداره دې د(۱۵) ورځو په موده کې خپلې تیروتنې او نیمګړتیاوې اصلاح او لرې کړي اویا دې دپلټنې مسول افراد له دندې لرې او پر ځای دې دمسلکي معیارونو پر بنسټ نوی کسان وګماری. چې پدې اړه دپلټنې عالي ادارې د۱۳۹۸لمریز کال دسلواغې پر ۱۶نیټه د وزارتونو او خپلواکو ادارو د داخلي پلټنې (۲۴) تنه رئیسانو سره دهمغږۍ غوڼډه ونیوله.
په پیل کې دپلټنې عالي ادارې دمرکزي بودجوي ادارو دپلټنې رئیس محمد ظریف علم ستانکزی غوڼډه پیل کړه او د داخلي پلټنې ادارو رئیسانو ته یې هرکلی ووایه او څرګنده یې کړه : د داخلي پلټنې له مسولینو څخه غوښتنه کیږي چې د جمهوري ریاست عالي مقام دهدایاتو په اړه لازم اقدامات تر سره کړي او هره اداره دې د جمهوري ریاست عالي مقام له خو ټاکل شوې مودې پورې خپلې نیمګړتیاوې او تیروتنې دې په اړونده ادارو کې اصلاح او لرې کړي.


 ورپسې دپلټنې عالي ادارې د داخلي پلټنې او کنترول کیفیت رئیس مختارآغا سیدی وویل :د ادارو د داخلي پلټنې مسوولین مکلف دي، ترڅو خپل اصلاحی پلان د(۱۰) ورځو په موده کې ترتیب او دپلټنې عالي ادارې ته دې وسپاري ،چې دا اداره یې بیا دجمهوري ریاست عالي مقام ته واستوي. همدارنګه ښاغلي سیدی هغه موارد څرګند کړل چې د داخلي پلټنې ادارې باید په پام کې ونیسي: لکه د خطر دپلټنې په اړه کلنی پلان جوړونه ،دپلټنې دکمیټې جوړول ، د داخلي پلټنې دمنشورترتیب، دداخلي پلټنې انستیتوت IIA) ) دمعیارونو په پام کې نیول اوتطبیق ، دمالیې وزرات په همکارۍ د داخلي پلټونکو دوړتیا لوړول او دپلټنې عالي ادارې دسپارښتنو او موندنو پیگیری ده.


پدې ناسته کې دمالیې محترم وزارت دداخلي پلټنې رئیس هم داړونده موضوع په اړه معلومات وړاندې کړل. دغوڼډې په پای کې دداخلي پلټنې ادارو رئیسانو خپل وړاندیزونه اونظرونه دغونډې له ګډون والو سره شریک کړل .اودپلټنې عالي ادارې مسوولینواود مالیې وزارت دداخلي پلټنې رئیس له لوري دګډون والو پوښتنو ته هراړخیز ځوابونه ورکړل شول .اودپلټنې عالي ادارې مسولینو پدې غونډه کې د داخلي پلټنې د رئیسانو له ګډون څخه مننه وکړه.

Latest news

Sun, May 14 2023 3:25 PM
Background image

New Auditor General is Appointed

New Auditor General is Appointed

Based on the order (3599), 16/10/1444, of Ameerul Mominin Sheikh Al-Quran Wal-Hadith Hibatullah Akhundzada, Honorable Mawlavi Muhammad Muhsin Hashmi. . .

Sun, Apr 09 2023 8:26 AM
Background image

The Supreme Audit Office (SAO) Organized a special training Workshop for Auditors

In order to carry out the audit based on the interest of the stakeholders and ISSAIs standards, SAO considered it necessary to organize a special training workshop for all auditors in. . .

Thu, Apr 06 2023 12:20 PM
Background image

Audit Team Held Exit Meeting at Administrative Office of the Prime Minister

SAO audit team held its exit meeting at the Administrative Office of the Prime Minister on 04/04/2023, with the participation of Mawlavi Esa Khan Rahib, Director of Da’wah & Guidance,. . .

BACK TO NEWS