د پلټنې عالي ادارې عمومي رئیس له خوا د نويو رئیسانو معرفي
نن پنجشنبه د ۱۳۹۹ لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په ۲۶ نیټه محمد نعیم حقمل د پلټنې عالي ادارې عمومي رئیس دیوې غونډې په ترڅ کې چې ددې ادارې مشرتابه پلاوي هم ګډون درلود؛ رحمت الله سوله مل د مالي پلټنې عمومي ریاست سرپرست په توګه ، محمد ظریف علم ستانکزی د حکومتدارۍ سکتور او د قانون د ټینګښت ریاست سرپرست په توګه ، احمد فرید فروزی د فرانزیک ( ځانګړې پلټنې ) ریاست سرپرست په توګه او اشرف عالمی د دولت قطعیه حساب د پلټنې او پارلمان سره داړیکو ریاست سرپرست په توګه د جمهوري ریاست عالي مقام دبیلا بیلو حکمونو پر بنسټ په یادو دندو وګمارل.
د پلټنې عالي ادارې عمومي رئیس نوي ګمارل شویو رئیسانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنگ د هغو مخکنیو رئیسانو د همکاریو او هڅو څخه یې مننه وکړه چې پدې اداره کې د همکارانو په توګه دندې تر سره کولې، او دوی ته یې د لوی څښتن تعالی څخه وطن ته د ریښتیني خدمت ترسره کولو او دلابریالیتوبونو هیله وکړه.
د یادونې وړ ده چې دغه نوي ګمارل شوې رئیسان؛ هریو رحمت الله سوله مل مخکې دتصدیو ریاست دپلټنې سرپرست په توګه، محمد ظریف علم ستانکزی دمرکزي بودجوي ریاست سرپرست په توګه او اشرف عالمی ددولت دقطعیه حساب دپلټنې آمریت د آمر په توګه دندې تر سره کولې.