دپلټنې پرموندنو باندې اعتراضونو(نیوکو) ته د رسیدنې کمیټې غونډه تر سره شوه
دپلټنې پرموندنو باندې اعتراضونوته د رسیدنې کمیټې غونډه د ښاغلي فضل هادي فضل د مالي او تقنیني سندونو د رعایت پلټنو مرستیال په مشرۍ او دکمیټې دغړو په ګډون نن یکشنبه د۱۳۹۹لمریز کال د لیندۍ په ۲۳نیټه، دپلټنې پر موندنو باندې شکایتونو ته درسیدنې په اړه ترسره شوه.
په پیل کې غونډه د قرآن عظیم ألشان په تلاوت پیل شوه، او ورپسې د کمیټې رئیس د غونډې کډونوالو ته هرکلی ووايه اود اجندا له مخې په یادو موضوعګانو باندې خبرې او هر اړخیزې څرګندونې وشوې.
دپلټنې د موندنو په اړه دمختلفو بنسټونو (مراجعو) د شکایتونو له اوریدلو ورسته، د کمیټې له لوري پدې اړه لازم هوډونه ونیول شول.