دپلټنې عالي اداره کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنوي پالیسۍ د تطبیق په اړه ښځینه کارکوونکو ته معلومات ورکړل شول
آغلې بلقیس مهدی زاده، د پلټنې عالي ادارې د جندر آمرې په ادارو کې د ښځو پروړاندې دتاوترخوالي د مخنوي قانون، د ښځو د حقونو او مکلفیتونو او همدارنګه د پلټنې په عالي اداره کې د ښځو د زورونې د مخنوي کمیټې په اړه نن یک شنبه، د۱۳۹۹ لمریز کال د کب دمیاشتې په دریمه نیټه، د ادارې ښځینه کارکوونکو ته د یوپرزنتیشن په قالب کې هراړخیز معلومات ورکړل.
د پلټنې عالي ادارې د جندر آمرې په دې اداره کې د ښځو د حقونو د ملاتړڅخه ژمنتیا څرګنده کړه او د ښځو د زورونې د مخنوي کمیټې د جوړولوخبریې ورکړ؛ او زیاته یې کړه، که چیرې په دې اداره کې له دې وروسته میرمنې له کومې ستونزې سره مخ کیږي کولی شي په یاده کمیټه کې خپل شکایت ثبت کړي تر څو په ټاکلي وخت سره ورته رسیدنه وشي .