د پلټنې عالي ادارې نوبتي غونډه جوړه شوه!
د پلټنې عالي ادارې د مشرتابه پلاوي ( ۱۶) ګڼه نوبتي غوڼده د شنبې په ورځ د۱۴۴۳ قمري کال د رجب میاشتې په ۱۰ نیټه د پلټنې عالي ادارې عمومي رئیس ښاغلي مولوي قدرت الله جمال پر مشرۍ چې ښاغلی مولوي عزت الله حقاني او ښاغلی نجیب الرحمن رحماني د ادارې مرستیالانو ، د ادارې ارشد سلاکار فضل الله نظامي، د ادارې حقوقي مشاور مولوي نور حیدر او د ادارې مشرتابه پلاوي هم حضور درلود د غونډو په تالار کې تر سره شوه.
غونډه د قرآن عظیم الشان په مبارکو آیاتونو پیل او وروسته بیا د پلټنې عالي ادارې عمومي رئیس مقدماتي وینا وکړه .
همدارنګه د پلټنې عالي ادارې دنویو ګمارل شویو رئیسانو له لوري د درې میاشتني کاري پلانونو، د کمپیوټري سیستمونو فعالولو او پدې برخه کې د ښوونيزو برنامو په لاره اچول ، د کارمندانو اضافه کاري، په لغوه شویو ادارو کې د پلټونکو د راپورونو په پایلو ، په مراجعو کې د پلټنو د بیا پیلیدو،له مالیې وزارت سره د قطعیه حساب د پلټنو په موخه د همغږۍ غونډه او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.