د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د فارمسي دولتي شرکت کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

org_admin
Thu, Jun 01 2023 11:03 AM
gdfgdg

د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د بهرنیو مرستو د پلټنې رییس ښاغلي صدیق الله عزیزي، د دولتي شرکتونو د پلټنې امر ښاغلي فریدون عزیزي او پلټونکو ګډون درلود، د ۱۴۴۴هـ ق کال د ذوالقعدې په ۱۱ د ابن سینا فارمسي دولتي شرکت له اجراییوي رییس ښاغلي ډاکټر طارق خالد او نورو مسوولینو سره په یاد شرکت کې د پلټنې بهیر د پیل لپاره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د دې ادارې په موخو، کړنو، ښې حکومتولۍ کې د پلټنې په ونډې او د روڼتیا رامنځته کولو او حساب ورکولو په پار د پلټنې په ارزښت معلومات وړاندې کړل، او د فارمسي دولتي شرکت له مسوولینو یې د پلټنې په بهیر کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ابن سینا فارمسي دولتي شرکت مسوولینو پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د پلټنې په بهیر کې له پلټونکو سره د هر اړخیزې همکارۍ، په وخت د استعلامونو ځوابولو او اسنادو وړاندې کولو ژمنتیا څرګنده کړه.

dfyyuuuu

 

Latest news

Sun, May 14 2023 3:25 PM
Background image

New Auditor General is Appointed

New Auditor General is Appointed

Based on the order (3599), 16/10/1444, of Ameerul Mominin Sheikh Al-Quran Wal-Hadith Hibatullah Akhundzada, Honorable Mawlavi Muhammad Muhsin Hashmi. . .

Sun, Apr 09 2023 8:26 AM
Background image

The Supreme Audit Office (SAO) Organized a special training Workshop for Auditors

In order to carry out the audit based on the interest of the stakeholders and ISSAIs standards, SAO considered it necessary to organize a special training workshop for all auditors in. . .

Thu, Apr 06 2023 12:20 PM
Background image

Audit Team Held Exit Meeting at Administrative Office of the Prime Minister

SAO audit team held its exit meeting at the Administrative Office of the Prime Minister on 04/04/2023, with the participation of Mawlavi Esa Khan Rahib, Director of Da’wah & Guidance,. . .

BACK TO NEWS