د پلټنې عالي ادارې پلاوي، مالیې وزارت کې د ۱۴۰۱ مالي کال د قطعیه حساب پلټلو ناسته جوړه کړه

org_admin
Sat, Jul 08 2023 3:42 PM
dsfsdf

د پلټنې عالي ادارې د ۱۴۰۱ مالي کال د قطعیه حساب پلټلو کمېسیون، چې مشري یې د پلټنې عالي ادارې د مالي چارو او تقنیني اسنادو د پلټنې مرستیال ښاغلي مولوي عزت الله حقاني کوله، د ۱۴۴۴ هـ ق کال د ذوالحجې په ۱۹ د ماليې وزیر ښاغلي الحاج ملا محمدناصر اخند او نورو مسولینو سره د ۱۴۰۱ مالي کال  د قطعیه حساب پلټلو په پار ولیدل.
ناسته کې ښاغلي مولوي عزت الله حقاني د مالي وزارت له مسوولینو د ۱۴۰۰ مالي کال د وروستي حساب ارزولو په پروسه کې د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه: د ا.ا.ا د ریاست الوزرا د حکم پر بنسټ د پلټنې عالي اداره د ټولو امارتي ادارو د پلټلو واک په غاړه لري، چې اوس د پلټنې بهیر په ځینو ولایتونو کې پیل دی. د ناستې په اوږدو کې ښاغلي مولوي عزت الله حقاني د امارت د قطعیه حساب پلټلو په ارزښت معلومات وړاندې کړل او په دې بهیر کې یې د مالیې وزارت له مشرتابه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي الحاج محمد ناصر اخند د پلټنې عالي ادارې مسوولینو ته د ښه راغلاست تر څنګ، پلټنه په ادارو کې د ستونزو، نېمګړتیاوو او تېروتنو د سمون په پار اړینه وبلله او د قطعیه حساب پلټلو کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
د یادولو ده، چې د امارت د قطعیه حساب د بودیجې د پلي کېدا څرنګوالی او د هېواد مالي حالت په یوې مالي دوره معمولا په یو مالي کال کې ښیي. د ۱۴۰۱ کال ارزونه د ۱۴۰۲ مالي کال د چنګاښ له لومړي نېټې پیل او د ۱۴۰۲  کال د وږي په ۳۰ پای ته رسیږي.

dfsdfgffdg

 

Latest news

Sun, May 14 2023 3:25 PM
Background image

New Auditor General is Appointed

New Auditor General is Appointed

Based on the order (3599), 16/10/1444, of Ameerul Mominin Sheikh Al-Quran Wal-Hadith Hibatullah Akhundzada, Honorable Mawlavi Muhammad Muhsin Hashmi. . .

Sun, Apr 09 2023 8:26 AM
Background image

The Supreme Audit Office (SAO) Organized a special training Workshop for Auditors

In order to carry out the audit based on the interest of the stakeholders and ISSAIs standards, SAO considered it necessary to organize a special training workshop for all auditors in. . .

Thu, Apr 06 2023 12:20 PM
Background image

Audit Team Held Exit Meeting at Administrative Office of the Prime Minister

SAO audit team held its exit meeting at the Administrative Office of the Prime Minister on 04/04/2023, with the participation of Mawlavi Esa Khan Rahib, Director of Da’wah & Guidance,. . .

BACK TO NEWS