د پلټنې د مسلکي زده کړو درې میاشتیني پروګرام فارغانو ته د باور لیکونو د ویش غونډه جوړه شوه

org_admin
Mon, Oct 02 2023 11:47 AM
dfsdf

د پلټنې عالي ادارې د پلټنې د مسلکي زده کړو درې میاشتني پروګرام فارغانو ته د باور لیکونو د ویش غونډه، چې پکې د پلټنې عالي ادارې رییس ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي، د کړنو او ځانګړې پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د ادارې د مقام ستر مسلکي سلاکار ښاغلي فضل الله نظامي، د دفتر رییس ښاغلي مفتي قدرت الله همت، د مسلکي وړتیا لوړنې رییس ښاغلي سید رحمن رحمن، نورو رییسانو او د ځینو ادارو د کورنۍ پلټنې ریاستونو پلټونکو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول په ۱۵ د دې ادارې د ناستو په عمومي تالار کې جوړه شوه.
غونډه د قرانکریم په مبارکو ایاتونو پیل شوه، ورپسې د مسلکي وړتیا لوړونې رییس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، زیاته یې کړه: په دې پروګرام کې د ۲۰ امارتي ادارو او وزارتونو د کورنۍ پلټنې ریاستونو ۳۲ پلټونکو ګډون درلود، چې په درې میاشتنۍ موده کې یې تخصصي او مسلکي زده کړې وکړې، له دې ورسته به په یادو ادارو کې د پلټنې مسلکي کدرونو په توګه چارې مخته وړي.
د غونډې په دوام د پلټنې عالي ادارې رییس ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي د قران کریم مبارکو ایاتونو او نبوي احادیثو په رڼا کې د علم او پوهې ارزښت، له تیارو نه د ژغورونکې رڼا سره برابر وباله، او زیاته یې کړه: په دې کې شک نشته، چې د شرعي یا عصري علومو، پوهه، زده کړه، درک او بصیرت په دنیا او اخرت کې د انسان د نیکمرغۍ سبب کیږي او هغوی نیکمرغه دي، چې په دې ارزښتمنه ګاڼه ځان سمبال کړي. د پلټنې عالي ادارې رییس همدا راز زیاته کړه: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، په اسلامي امارت کې ټول مساوي حقونه لري، هیڅوک له چا پورته نه دی، نور راځئ، ټول ( متخصصین، انجینران، پوهنتون استادان، پوهان او ....) یوځای په مسولانه ډول د هېواد په ابادۍ، پرمختګ او رغونه کې خپله ونډه ادا کړو.
نوموړي د ټولو نظامي او ملکي امارتي ادارو له مسوولینو وغوښتل، څو خپل کارکونکي د ظرفیت لوړونې او مسلکي کدرونو د روزنې په پار د پلټنې عالي ادارې ته وروپیژني، تر څو ددې ادارې د مسلکي او تخصصي موضوعاتو او پروګرامونو نه ګټه ترلاسه او په خپلو ورځینو رسمي چارو کې یې عملي کړي، چې د افغانستان اسلامي امارت د مالي سیستم روڼتیا، حساب ورکونې او پیاوړتیا سبب وګرځي.
د غونډې په پای کې، د یاد پروګرام فارغانو ته د پلټنې عالي ادارې د رهبرۍ له لوري باورلیکونه ورکړل شول.

fhdgvcvxgdgd

 

Latest news

Sun, May 14 2023 3:25 PM
Background image

New Auditor General is Appointed

New Auditor General is Appointed

Based on the order (3599), 16/10/1444, of Ameerul Mominin Sheikh Al-Quran Wal-Hadith Hibatullah Akhundzada, Honorable Mawlavi Muhammad Muhsin Hashmi. . .

Sun, Apr 09 2023 8:26 AM
Background image

The Supreme Audit Office (SAO) Organized a special training Workshop for Auditors

In order to carry out the audit based on the interest of the stakeholders and ISSAIs standards, SAO considered it necessary to organize a special training workshop for all auditors in. . .

Thu, Apr 06 2023 12:20 PM
Background image

Audit Team Held Exit Meeting at Administrative Office of the Prime Minister

SAO audit team held its exit meeting at the Administrative Office of the Prime Minister on 04/04/2023, with the participation of Mawlavi Esa Khan Rahib, Director of Da’wah & Guidance,. . .

BACK TO NEWS