د کړنو د مشارکتي پلټنې د را پور په اړه د آنلاین بحث ترسره کېدل
20. زمری. 1400
د پلټنې عالي ادارې، د افغانستان د روڼتیا د څاربنسټ، د مکروریانونو د ساتنې او څارنې ریاست او د امانتدارۍ شبکې تر منځ د کابل ښار مکروریانونو د مرکز ګرمیو د ګرمولو د خدمتونو په اړه د ترسره شوې پلټنې پر راپور په آنلاین توګه خبرې اترې وشوې.
د یادې غونډې په پیل کې د پلټنې عالي ادارې د کړنو د پلټنې رییس ښاغلي سمیع الله سباوون د مکروریانونو د مرکز ګرمیو د ګرمولو خدمتونو په اړه د مشارکتي پلټنې راپور د موندنو اړوند هر اړخیز پرېزنټشن وړاندې کړ. نوموړې وویل چې د دغه پلټنې په ترڅ کې د پلټنې عالي ادارې لاندې موارد موندلي:
- له سرچینو څخه اغیزناکه ګټه نه ده اخیستل شوې،
- د خدمتونو مدیریت کمزوری دی،
- په ټاکل شوي وخت تدارکاتي پلان ترتیب او طی مراحل شوی نه دی،
- د مکلفیتونو د ترسره کولو په موخه ځانګړی مېکانیزم نشته،
- مسلکي او وړ کارکوونکي نه دي استخدام شوي،
- اغیزناک عملیاتي پلان او په کړنو کې روڼتیا نشته.
د غونډې ګډونوالو د پلټنې عالي ادارې د مشارکتي پلټنې موندنې په دې برخه کې عمده او بنسټیزې وبللې او هیله یې څرګنده کړه چې دا ګډې پلټنې به وکولی شي یادې ستونزې ته د پای ټکی کیږدي او د دې ادارې سپارښتنې به په دې لاره کې اغیزمنې تمامې شي.
د پلټنې عالي ادارې د پلټونکو له خوا د مکروریانو د مرکز ګرمیو پرستونزو ګډه (مشارکتي) پلټنه وکړه چې د مکروریانونو اوسیدونکو او ګټه اخیستونکو خپلې ستونزې له بیلا بیلو بنسټونو او د پلټنې عالي ادارې سره شریکې کړې او په دې برخه کې یې د پلټنو غوښتنه وکړه.