د ادارې غوره میرمنې

د پلټنې عالي ادارې د غوره میرمن سوفیا شکیب ژوند لیک
 
آغلې سوفیا شکیب په ۱۳۷۴ کال کې زیږیدلې، خپلې لومړنۍ زده کړې یې په ۱۳۹۲ کال د ملکه ثریا په ښوونځي کې بشپړې کړې او په ۱۳۹۳ کال د کانکور آزموینې له اخیستو وروسته، کابل پوهنتون ته لاره ومونده  چې په  ۱۳۹۶کال کې د کابل پوهنتون، د اقتصاد پوهنځی څخه فارغه شوې. او اوس  مهال د مالي او بانکدارۍ په برخه کې د ماسټرۍ په دریم سمسټر کې پر زده کړو بوخته ده. نوموړې  په کال ۱۳۹۶ کې  خپل مسلکي دنده په داسې حال کې پیل کړه کله چې په پوهنتون کې د دوهم کال زده کړیاله وه او دوه کاله یې د کابل پوهنتون د زده کوونکو اتحادیې د رئیسې په توګه کار کړی. په ۱۳۹۶ کال کې، له فراغت څخه وروسته، نوموړې په (USAID Promote) کې د روزونکې (ترینر) په توګه کار پیل کړ او د ۱۳۹۷ کال د تلې په میاشت کې د آزاد سیالۍ له لارې، د سیمه ایزې بودجوي ادارو د پلټنې ریاست اجرایوي مدیرې په توګه دنده پیل کړ.
د اجراییه مدیرې په توګه د دندې ترسره کولو څخه یو نیم کال وروسته، میرمن سوفیا شکیب د کړنو پلټنې او چاپیریال څانګې په دریم بست کې سیالي وکړه او په ۱۳۹۹ کې یې د اجرایوي پلټنې په څانګه کې د پلټونکې په توګه یې دنده پیل کړه.
 
د ادارې د پالیسۍ له مخې، نوموړې د خپلې نوې دندې له پیل سره په مسلکي (CPSA)  کورسونو کې په روزنو بوخته شوه، او د لومړي سمسټر بریالی سرته رسولو وروسته، اوس مهال د (CPSA) کورس په دوهم سمستر کې زده کړې کوي.
 
 د زده کړې او کاري برخه کې د میرمن سوفیا شکیب لاسته راوړنې عبارت دي له:
 
·       په ۱۳۹۵ کال کې د طباطبایي پوهنتون په بلنه ایران ته د کابل پوهنتون د غوره زده کونکې په توګه علمي سفرکړی.
·       د اصلاح او راتلونکي لید لرونکي ځوانانو ټولنې لخوا د کتاب لوستلو سیالۍ کې د غوره لوستونکی په توګه د ستاینلیک سند ترلاسه کول.
·       د پلټنې عالي ادارې کې دلوړو نمرو په اخیستلو سره د FIA درې پیپرونه بشپړکړي.
·       د (CPSA) کورس په لومړی سمسټر کې عالي نمرې تر لاسه کړي.
·       په کابل پوهنتون کې د پوهاوي سیمینارونو او د پلټنې عالي اداره کې د یوې غونډې په ترسره کولو سره د ښځو د حقونو په اړه دوی ته د پوهاوي ناستو وړاندې کول.
 

اغلې شکیب د یوې بریالۍ میرمنې په توګه غواړي د خپل علمي وړتیا لوړولو، د کاري او مسلکي تجربو لاسته راوړلو سره،  هڅه کوي  ترڅوپه خپلو وړتیاو باندې ډاډ پیدا کړي او کوم باورچې په ځان لري یوه الګو واوسي، او باور لري چې ښځې هغه مهال بریالۍ کیدای شي کله چې دوی لومړی پخپل وړتیاوو باندې باور پیدا کړي او بله داچې د یودقیق پلان جوړونې په ترتیب او علمي او مسلکي وړتیا لوړولو له لارې، د ژوند ناهموارې لارې هواره او هره ننګونې په فرصتونه بدله کړي.