د پلټنې عالي ادارې د ستراتیژیک پلان جوړونې کمېټې لومړۍ ناسته ترسره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۴/۶ - ۱۵:۳۳
04

د پلټنې عالي ادارې د ستراتیژیک پلان جوړونې کمیټې غونډه نن دوشنبه د ۱۴۰۱/۴/۶ هجری شمسی نیټه د دغه ادارې د کنفرانسونو په تالار کې د دغه ادارې د مسلکي مرستیال مولوی عزت الله حقاني په مشرۍ جوړه شوه

د غونډې په پيل کې د دغه ادارې حقوقي سلاکار مولوی نور حيدر صدر د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره غونډه پيل کړه. ورپسې د پالیسۍ او پلان رئیس ښاغلي محمد جاوید اخندزاده د دې کمیټې غړو ته د غونډې دقیق معلومات وړاندې کړل.

د غونډې د جزیاتو له مخې د ادارې ستر سلاکار فضل الله نظامي د کمیټې غړو ته د ادارې د استراتیژیک پلان د مدیریت او لرلید، اهداف تشریح کړل. او د ادارې استراتیژیک پلان یې په لنډه توګه بیان کړ. له غونډې وروسته د پلټنې عالي ادارې مسلکي مرستیال مولوي عزت الله حقاني د کمیټې غړو ته لارښوونه وکړه چې د کمیټې ټول غړي دې غونډې ته له ګډون مخکې ټول اړوند اسناد او اړینې سرچینې ولولي او په پوره چمتووالي دې غونډې ته حاضر شي.

د كميسيون نورو غړو هم د ادارې د اوسني استراتيژيك پلان او په هغه كې د لازمو تعديلاتو په اړه خپل نظرونه څرګند كړل. او سپارښتنه وشوه چی د استراتیژیک پلان جوړولو له پیل څخه مخکې، د پالیسۍ او پلان ریاست باید د اوسني استراتیژیک پلان د پلي کولو وضعیت تحلیل کړي او د پلي شوي او غیر پلي شوي فعالیتونو جامع راپور چمتو کړي او د بحث لپاره په راتلونکې ناسته کې کمیټې ته وړاندې کړي. تر څو د ادارې استراتیژیک اهداف ارزښتونه او ماموریت د اوسنی وضیعت په سمه توګه وڅیړل شي او د استراتیژیک پلان په اړه د پریکړی کولو لپاره چمتو کړاې شی.

او دا کمیټه په میاشت کی دوه ځل غونډه کوی د رهبریت په سطحه به مسلکۍ مرستیال حضور لری او پلان شوی فعالیتونه به د کمیټې له خوا تصویب شی.

78

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۲:۲۳
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته جوړ شوی درې ورځینی سيمینار پای ته ورسید

د پلټنې عالي ادارې له لورې ددې ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د دوی د وړتیا لوړونې په موخه درې ورځینی سیمینار، چې ددې ادارې د رییس ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي، مرستیالانو، سلاکارانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۲۱:۰
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته درې ورځینی اصلاحي سيمینار جوړ شو

د پلټنې عالي ادارې د رهبرۍ پلاوي د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رمضان المبارک د ۳ نېټې او ۲۶ شمېرې مصوبې د پریکړې پر بنسټ د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د وړتیا لوړونې په پار درې ورځینی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۱۴:۲۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د کابل ښاروالۍ په پنځلسمه ناحیه کې د پلټنې پایغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمدعیسی راهب، د ښاروالیو د پلټنې امر ښاغلي محمدحلیم شکران، د پلټنې دلې امر او غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رمضان. . .

BACK TO NEWS