د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، بلخ ولایت ته سفر وکړ
د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، چې پکې د دفاعي، امنیتي او ټولنیز خوندیتوب د پلټنې برخې رییس ښاغلي مولوي محمدغازي جریر، د عوایدو د پلټنې رییس ښاغلي اعجازالحق، د عامه پروژو د پلټنې رییس ښاغلي سیدمنان سهار او د خدمتونو امر ښاغلي مولوي محمد سلیم صدیقي او پلټونکو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د محرم په 16نېټه دبلخ ولایت له والي ښاغلي حاجي محمد یوسف وفا او تر پلټنې لاندې ولایتي ادارو(بلخ ولایت د ښار او کور جوړولو ریاست,د بریښنا کوډ تصدي, سره میاشت,عامې روغتیا ریاست, د شمال زون د ملي بیمې ریاست) مسوولینو سره بیلا بېلې ناستې ترسره کړې.
د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، ولایتي مسوولینو ته د پلټنې په تاریخي مخینې، ارزښت او د پلټنې بهیر کې د نظارت اړوند معلومات وړاندې کړل، او له هغوی یې د پلټنې په بهیر کې د لا ډیرې همکارۍ غوښتنه وکړه او همدارنګه په اړونده ولایت کي د توظیف شوو پلټونکو دکارونو کنترول او نظارت وکړ.
د بلخ والي د نظارت پلاوي له ورتګه مننه وکړه او ولایتي ادارو ته یې له پلټونکو سره د هر اړخیزې همکارۍ توصیه وکړه.