د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، د هرات والي سره ولیدل
د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمدعیسی خان راهب، د عملکرد او چاپېریال ساتنې د پلټنې رییس ښاغلي احمدشکیب ستاري، د عوایدو د پلټنې امر ښاغلي نثاراحمد ثبات او د پلټنې ټیم غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د محرم په ۱۶ نېټه د هرات ولایت والي ښاغلي شیخ الحدیث مولانا نوراحمد اسلام جار او نورو مسوولینو سره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي د هرات والي سره له لیدنې خوښي څرګنده کړه او د دوو ولایتي ادارو (مستوفیت او ګمرک) کې یې د پلټنې په روان بهیر کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ناستې په دوام د هرات والي تللي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، او د پلټنې په بهیر کې یې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.