د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، د هرات ګمرک ریاست نه لیدنه وکړه
د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمدعیسی خان راهب، د عملکرد او چاپېریال ساتنې د پلټنې رییس ښاغلي احمدشکیب ستاري، د عوایدو د پلټنې امر ښاغلي نثاراحمد ثبات او پلټونکو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د محرم په ۱۶ نېټه، د هرات ولایت د ګمرک عمومي رییس ښاغلي مولوي محمد حامد احمد او نورو مسوولینو سره ولیدل.
ناسته کې پلاوي د هرات ګمرک له مسوولینو د پلټنې په بهیر کې د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه، او له هغوی یې د پلټونکو استعلامونو ته په وخت د ځواب ویلو غوښتنه وکړه.
د هرات ولایت د ګمرک رییس دې ولایت ته ورغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او له پلټونکو سره یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.