د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، هرات ولایت ته سفر وکړ
د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، چې مشري یې ددې ادارې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمدعیسی خان راهب کوله او ورسره د عملکرد او چاپېریال ساتنې رییس ښاغلي احمد شکیب ستاري، د عوایدو د پلټنې امر ښاغلي نثاراحمد ثبات او د پلټنې ټیم غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د محرم په ۱۵ نېټه د هرات ولایت مستوفي ښاغلي حافظ خلیل احمد احسان او نورو کارکونکو سره ولیدل.
پیل کې ښاغلي مولوي محمدعیسی خان د اسلام مبارک دین په رڼا کې د پلټنې او حساب ورکولو په ارزښت او اهمیت معلومات وړاندې کړل. د غونډې په دوام ښاغلي احمد شکیب ستاري پلټنه په ادارو کې د کارکونکو لپاره د کړنو د سموالي په موخه اړینه یاده کړه او ویې ویل: چېرې، چې کار شتون ولري تېروتنه او غلطي هروـ مرو رامنځته کیږي، له همدې امله د پلټنې عالي ادارې پلټونکي د ناسمو چارو څخه د مخنیوي لپاره په ادارو کې ګمارل کیږي، څو پلټنه ترسره او د چارو د سمون لپاره سپارښتنې وړاندې کړي.
په پای کې د هرات ولایت مستوفي د پلاوي له ورتګه خوښي څرګنده کړه او د پلټنې په بهیر کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.