د پلټنې عالي ادارې ملت ته د رسنیو له لارې د تېر یو مالي کال د کړنو حساب وړاندې کړ
ملت سره د پلټنې عالي ادارې د یو کلنو کړنو د شریکولو رسنیز کنفرانس ددې ادارې رییس ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي، د مالي چارو او تقنیني اسنادو د پلټنې مرستیال ښاغلي مولوي عزت الله حقاني، حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، مسلکي ارشد سلاکار ښاغلي فضل الله نظامي، د دفتر رییس ښاغلي مفتي قدرت الله همت، د پلټنې عالي ادارې ویاند طارق عزیز صدیقي او نور رییسانو په ګډون د ۱۴۴۵ هـ ق کال د محرم میاشتې په ۲۹ ترسره شو.
د کنفرانس پیل د پلټنې عالي ادارې عمومي رییس ښاغلي الحاج محمد محسن هاشمي وکړ او د پلټنې په موخو، بڼو، لاسته راوړنو، او د تېر یو کال کړنو په اړه یې معلومات وړاندې کړل، ښاغلي مولوي محمد محسن هاشمي وویل: د پلټنې عالي اداره یوه خپلواکه اداره ده، چې خپلې چارې د عالیقدر امیر المومنین د فرمانونو، حکمونو، لارښوونو او د اسلامي امارت د پالیسیو پر بنسټ مخته وړي او په مسلکي، خپلواکه او صادقانه توګه د اسلامي امارت د لارښودونو، پالیسیو او د پلټنې د نړیوالو معیارونو سره سم په خپلواک ډول د عامه سکټور ټولې مراجع پلټې. د پلټنې عالي ادارې عمومي رییس همداراز زیاته کړه: یاده اداره د ترسره شویو پلټنو د پایلو راپور عالیقدر امیر المومنین ته وړاندې کوي، او په عامه سکټور کې د قوانینو او مقرراتوپلټنه ، د امارت د قطیعه حساب پلټنه، عملکرد پلټنه، د معلوماتي ټکنالوژۍ د سیستمونو پلټنه، د ودانیزو چارو یا عامه پروژو پلټنه او ځانګړې یا حکمي پلټنه ترسره کوي ، تر اوسه د پلټنې عالی ادارو د نړیوال سازمان او د اسیایي هېوادونو د پلټنې عالي ادارو د سازمان غړیتوب لري.
ورپسې د پلټنې عالي ادارې مسلکي سلاکار ښاغلي فضل الله نظامي د تېر یو کال د کړنو او لاسته راوړنو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، نوموړي زیاته کړه: د پلټنې ادارې د ۱۴۰۱ مالي کال په لړ کې د قطیعه حساب سربېره په ۲۸۰ مراجعو کې ۳۴۳ پلټنې مرکز او ولایتونو کې ترسره کړي او د۱۴۰۰ مالي کال د قطیعه حساب راپور یې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله دفتر ته استولی چې د هغوی له لوري هم تایئد شوی دی. د ښاغلي نظامي په خبره په همدې کال یې د پلټنو په لړ کې پلټل شویو ادارو کې (۶،۴) میلیارده افغانۍ او (۱۱) میلونه ډالر د اسلامي امارت خزاني ته د ترلاسه کېدو وړ او (۲۴،۶) میلیارده افغانۍ او (۵۳،۵) میلونه امریکایي ډالر پورونه یې د تصفیې وړ ګڼلي دي، په همدې موده کې د اسلامي امارت خزانې ته (۳۳) میلونه افغانۍ او (۲،۶) میلونه ډالر سپارل شوي او (۱۱۹،۳) میلونه افغانۍ د یو کال په موده کې اړوندو ادارو تصفیه کړي دي.
د یادولو ده، چې په تېر یو مالي کال کې د عامه سکټور په مراجعو کې د پلټنې ترسراوي او د عالیقدر امیر المومنین او ریاست الوزرا د مقامونو د احکامو او لارښوونو پر بنسټ د فوق العاده پلټنو سربېره یادې ادارې د تشکیل طرحې اصلاح کولو، د پلټنې د کیفیت ښه والي، د پلټنو په موندنو اعتراضونو ته رسېدنو، خارجي اړیکو، د ظرفیت لوړولو او مسلکي والي، او د روڼتیا، حساب ورکونې او فساد په وړاندې مبارزې برخه کې لاسته راوړنې لرلي دي.