د پلټنې عالي ادارې ټاکل شوي پلاوي، د هوایي ځواکونو قومندانۍ کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې مشري یې د دفاعي امنیتي او ټولنیز خوندیتوب برخې پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمدغاري جریر کوله او ورسره د پلټنې ټیم غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۴ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۱۴ نېټه د هوایي ځواکونو قومندانۍ رییس ارکان ښاغلي برید جنرال احمدشاه خان او نورو مسوولینو سره په دې بنسټ کې د پلټنې د پیل په پار ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې مسوولینو د ادارو په کړنو کې د سمونو راوړولو لپاره د پلټنې په ارزښت خبرې وکړې او د یاد بنسټ له مسوولینو یې د پلټنې په بهیر کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په پای کې د هوایي ځواکونو د قومندانۍ رییس ارکان ښاغلي برید جنرال احمدشاه خان پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ له پلټونکو سره د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړ.