د پلټنې عالي ادارې پلاوي، افغان نساجي دولتي شرکت کې د پلټنې پايغونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دې ادارې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي محمد عيسی خان راهب، د دولتي شرکتونو
د پلټنې رييس ښاغلي حميد الله فقيري او پلټونکو ګډون درلود د ۱۴۴۴ هـ ق کال د محرم په ۶ نېټه د افغان نساجي دولتي شرکت مالي او اداري مرستيال ښاغلي محمد انور صمدي او د ياد شرکت له نورو مسوولينو سره د پلټنې پايغونډه جوړه کړه.
د پلټنې عالي ادارې پلاوي د ياد شرکت له مسوولينو د پلټنې په بهير کې د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه، او زياته يې کړه پلټنه په ادارو کې د رونټيا رامنځ ته کولوهغه پروسه ده، چې شته ستونزو ته د هوارۍ لار را منځ ته کوي.
د غونډې په پای کې د افغان نساجي دولتي شرکت مرستيال ښاغلي محمد انور صمدي د پلټونکو له ښه چلند خوښي څرګنده کړه، او د پلټنې عالي ادارې د سپارښتنو د عملي کېدا ژمنه يې وکړه.