د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د افغانستان علومو اکاډمۍ کې د پلټنې پايغونډه جوړه کړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۸ - ۱۵:۹
gsdf

د پلټنې عالي ادارې ټاکل شوي پلاوي؛ چې پکې د دې ادارې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي محمد عيسی خان راهب، د پوهنې، روغتيا، او کلتور د پلټنې برخې رييس ښاغلي عبدالاحد قيومي او پلټونکو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د محرم په ۱۲ نېټه د علومو اکاډمۍ د طبعي او تخنيکي علومو مرستيال ښاغلي شيخ الحديث مولوي امير جان ثاقب، د علومو اکاډمۍ مالي او اداري عمومي رييس ښاغلي معلم نيازخان محتاج او نورو مسوولينو سره د پلټنې پايغونډه جوړه کړه.
د غونډې په پيل کې ښاغلي راهب د پلټنې په فعاليتونو رڼا واچوله او زياته يې کړه: د پلټنې عالي اداره د اسلامي امارت په اډانه کې فعاليت کوي، او اساسي موخه یې د اداري فساد مخنیوی او له لګښتونو ډاډ ترلاسه کول دي. نوموړي د علومو اکاډمۍ له مسوولينو د پلټنې په بهير کې د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه او د پلټنې د موندنو د راپور د مسودې يوه کاپي يې د هغوی د نظر اخيستلو لپاره ورسره شريکه کړه.
په پای کې د علومو اکاډمۍ مسوولينو راغلي پلاوي ته هرکلی ووايه د پلاوي له شتون يې خوښي څرګنده کړه او د پلټونکو له لوري د ترلاسه شويو موندنو او وړاندې شويو سپارښتنو د عملي کولو ژمنه يې وکړه.

sdadsfdsfd

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS