د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د بريښنا  شرکت کې د پلټنې پايغونډه جوړه کړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۷ - ۱۳:۲۷
sdfsdf

د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې مشري يې د دولتي شرکتونو د پلټنې رييس ښاغلي حميد الله فقيري، د پلټنې د موندنو د څار او راپور ورکونې رييس ښاغلي مولوي حزب الله ريښتين او نورو غړو ګډون درلود د ۱۴۴۴ هـ ق کال د رمضان په ۲۰ نېټه د بريښنا شرکت له سرپرست رييس ښاغلي عبدالرحمن رحماني او د ياد شرکت له نورو مسوولينو سره په ياد شرکت کې د پلټنې پايغونډه جوړه کړه.
غونډه د قرآن کريم په مبارکو اياتونو پيل شوه ورپسې د غونډې په پيل کې د پلټنې د موندنو د څار او راپور ورکونې برخې رييس ښاغلي ريښتين وينا وکړه، پلټنه يې په ادارو کې غوره عمل و ګاڼه او لویه موخه یې په ادارو کې د سمونو راوړل وبلل نوموړي همداراز د ياد شرکت له مسوولينو مننه وکړه، چې د پلټنې پر مهال يې له پلټونکو سره په ورین تندي همکاري کړي ده.
ورپسې د بريښنا شرکت سرپرست ښاغلي رحماني ګدون والو ته وينا وکړه او د پلټنې راغلي پلاوي ته يې هرکلی ووايه او په راتلونکي کې يې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
په پای کې د پلټنې دولتي شرکتونو رييس ښاغلي فقيري د راپور مسودې يوه کاپي د ياد شرکت له مسوولينو سره د هغوی د نظر وړاندې کولو لپاره شريکه کړه.

dfsdfsdf

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS