د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د خوست ولايت مقام کې د پلټنې پرانيست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي چې مشري يې قاري ضياء الرحمن بدر او د پلټونکي ټيم غړو ګډون درلود د ۱۴۴۵ هـ ق کال د صفر د مياشتې په ۳ نېټه د خوست ولايت له والي ښاغلي ملا بسم الله عبدالله، د خوست ولايت امنيه قومندان ښاغلي الحافظ عبدالرشيد عمري
او تر پلټنې لاندې ولايتي ادارو ( د ټولګټو رياست، ښاروالۍ، عامې روغتيا رياست ) مسوولينو سره بيلا بېلې ناستې ترسره کړې.
د غونډې په پيل کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي ولايتي مسوولينو ته د پلټنې په ارزښت معلومات وړاندې کړل او له هغوی يې د پلټنې په بهير کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د خوست ولايت والي ښاغلي ملا بسم الله عبدالله ورغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او د پلټنې ارزښت يې په ادارو کې اړين وباله
او له پلټونکو سره يې د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.