د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د شهېدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د پلټې پایغونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې مشري یې د امنیتي دفاعي او ټولنیز خوندیتوب ریاست رییس ښاغلي مولوي محمد غازي جریر کوله، د 1444 هـ ق کال د رمضان میاشتې په 13 نېټه د شهیدانو او معلولینو چارو له وزیر ښاغلي عبدالمجید اخند او نورو مسوولینو سره ولیدل.
په دې ناسته کې د پلټنې د راپور مسودې په اړه خبرې وشوې او یوه کاپي د نظر وړاندې کولو لپاره مسوولینو ته وسپارل شوه.