د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د فارمسي دولتي شرکت کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د بهرنیو مرستو د پلټنې رییس ښاغلي صدیق الله عزیزي، د دولتي شرکتونو د پلټنې امر ښاغلي فریدون عزیزي او پلټونکو ګډون درلود، د ۱۴۴۴هـ ق کال د ذوالقعدې په ۱۱ د ابن سینا فارمسي دولتي شرکت له اجراییوي رییس ښاغلي ډاکټر طارق خالد او نورو مسوولینو سره په یاد شرکت کې د پلټنې بهیر د پیل لپاره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د دې ادارې په موخو، کړنو، ښې حکومتولۍ کې د پلټنې په ونډې او د روڼتیا رامنځته کولو او حساب ورکولو په پار د پلټنې په ارزښت معلومات وړاندې کړل، او د فارمسي دولتي شرکت له مسوولینو یې د پلټنې په بهیر کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ابن سینا فارمسي دولتي شرکت مسوولینو پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د پلټنې په بهیر کې له پلټونکو سره د هر اړخیزې همکارۍ، په وخت د استعلامونو ځوابولو او اسنادو وړاندې کولو ژمنتیا څرګنده کړه.