د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د مرکزي سیلو دولتي شرکت کې د پلټنې پایغونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د بهرنیو مرستو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صدیق الله عزیزي، د دولتي شرکتونو د پلټنې امر ښاغلي فریدون عازم او د پلټنې ټیم غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د محرم په ۸ نېټه د مرکزي سیلو دولتي شرکت له رییس ښاغلي مولوي نصرالله منصور او نورو کارکونکو سره ولیدل.
ناسته کې ښاغلي مولوي صدیق الله عزیزي د پلټنې بهیر د مرکزي سیلو دولتي شرکت د مسوولینو له کړې همکارۍ مننه وکړه، او په ادارو کې یې د بودیجې پر ځای لګښت او روڼتیا رامنځته کولو په پار د پلټنې په ارزښت خبرې وکړې، ورسته د پلټنې د موندنو د راپور د مسودې یوه کاپي له مسوولینو سره د هغوی د نظر شریکولو لپاره شریکه شوه.
په پای کې د مرکزي سیلو دولتي شرکت رییس په دې شرکت کې د پلټونکو د پلټنې د موندنو او اصلاحي سپارښتنو د پلي کولو ډاډ څرګند کړ.