د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت کې د پلټنې پايغونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې ټاکل شوي پلاوي؛ چې پکې د دې ادارې د بهرنيو مرستو د پلټنې رييس ښاغلي مولوي صديق الله عزيزي، د عامه پروژو د پلټنې رييس ښاغلي سيد منان سهار او پلټونکو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د محرم په ۲۷ نېټه د ښاري اوبو رسول دولتي شرکت عمومي رييس ښاغلي انجينر نعمت الله احمدي او دياد شرکت له نورو مسوولينو سره د پلټنې پايغونډه جوړه کړه.
د غونډې په پيل کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي د ياد شرکت له مسوولينو د پلټنې په بهير کې د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه، او پلټنه يې د اسلامي امارت له ټولو ادارو سره د هغوی چارو ته د رسېدو او د تېروتنو د سمښت په پار مرسته ياده کړه، پلاوي د پلټنې د پایلو د راپور مسودې يوه کاپي هم له مسوولينو سره شريکه کړه.
د غونډې په پای کې ښاغلي انجينر نعمت الله احمدي د پلټنې عالي ادارې پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د پلټونکو له چلند خوښي څرګنده کړه، او د پلټنې عالي ادارې د سپارښتنو د عملي کولو ژمنه يې وکړه.