د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د کابل ولایت مقام کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د دې ادارې حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د حکومتولۍ برخې د پلټنې امر ښاغلي سهراب وردګ او د پلټنې ټیم ګډون درلود، د ۱۴۴۴ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۱۰ د کابل والي ښاغلي محمد قاسم خالد او د ولایت له نورو مسوولینو سره ولیدل.
د غونډې پیل کې ښاغلي صدر د پلټنې د موخو، دندو او د نورو ادارو په څنګ کې د پلټنې عالي ادارې په ارزښت خبرې وکړې. ورپسې د کابل والي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د کابل ولایتي مسوولینو ته له پلټونکو سره د همکارۍ لارښوونه وکړه.