د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د امر بالمعروف او نهې عن المنکر او شکایاتونو اورېدلو وزارت کې د پلټنې پای غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې ددې ادارې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمدعیسی خان راهب، د حکومتولۍ او قانون حاکمیت برخې د پلټنې امر ښاغلي سهراب وردګ او د پلټنې ټیم غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د صفرالمظفر په ۷ نېټه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر او شکایاتو اورېدلو وزارت له مالي او ادري عمومي رییس ښاغلي مولوي حمیدالله امین او نورو مسوولینو سره ولیدل
د پلټنې عالي ادارې پلاوي د یاد وزارت له مسوولینو د پلټنې په بهیر کې د کړې همکارۍ او پر وخت د اسنادو وړاندې کولو له امله مننه وکړه او پای کې یې د راپور د مسودې یوه کاپي د هغوی د نظر اخیستلو په پار ورسره شریکه کړه.
د امر بالمعروف او نهې عن المنکر او شکایاتو اورېدلو وزارت مسوولینو په یاد وزارت کې د پلټنې په بهیر کې د پلټونکو له لوري د شوي چلند له امله مننه وکړه او د پلټنې د موندنو د عملي کېدا ژمنتیا یې څرګنده کړه.