د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د فارمسي دولتي شرکت کې د پلټنې پايغونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د پلټنې عالي ادارې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي عيسی خان راهب، د پلټنې عالي ادارې د دولتي شرکتونو د پلټنې امر محمد فريدون حازم او پلټونکو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د صفر د مياشتې په ۱۰ نېټه د ابن سينا فارمسي دولتي شرکت له تجارتي مرستيال ښاغلي احمد فريد الکوزي او نورو مسوولينو سره وليدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي د پلټنې په چارو رڼا واچوله پلټنه يې په ادارو کې د چارو سمون رامنځ ته کولو په موخه اړينه وبللهاو د فارمسي شرکت له مسوولينو يې د پلټنې په بهير کې د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه، او د پلټنې د راپور مسودې يوه کاپي يې هم له مسوولينو سره شريکه کړه.
په پای کې د ابن سينا فارمسي دولتي شرکت مسوولينو پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د پلټونکو له ښه چلند خوښي څرګنده کړه او د پلټنې عالي ادارې د سپارښتنو د عملي کېدا ژمنه يې وکړه.