د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د نساجي دولتي شرکت کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې د نړیوالو معیارونو سره سم، د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دفاعي، امنیتي او ټولنیز خوندیتوب د پلټنې برخې رییس ښاغلي مولوي محمدغازي جریر، د دولتي شرکتونو د پلټنې رییس ښاغلي حمیدالله فقیري او پلټونکو ګډون درلود، د ۱۴۴۴ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۵ د افغان نساجي شرکت اجراییوي رییس ښاغلي حافظ عبادالحق او ددې ادارې له نورو مسوولینو سره د پلټنې پرانیست غونډه جوړه.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي د پلټنې په ارزښت، روڼتیا، حساب ورکونې، له عامه شتمنیو د ساتنې ، ښې حکومتولۍ، د پلټنې په بهیر کې د پلټونکو په مسوولیتونو او تر پلټنې لاندې بنسټ په مکلفیتونو هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، مسوولینو د افغان نساجي شرکت له مسوولینو یې له پلټونکو سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په پای کې د افغان نساجي دولتي شرکت مسوولینو د پلټنې عالي ادارې د پلاوي له ورتګه هر کلی وکړ، او د یاد شرکت د پلټلو په بهیر کې یې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.