د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د پاسپورټ عمومي ریاست کې د پلټنې پای غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دې ادارې د امنیتي، دفاعي او ټولنیز خوندیتوب برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمدغازي جریر او د پلټنې غړو ګډون درلود د ۱۴۴۵ هـ ق کال د صفرالمظفر میاشتې په ۱۶ نېټه د پاسپورټ عمومي ریاست له نظامي مرستیال ښاغلي غلام مصطفی، اداري مرستیال ښاغلي شېرشاه قریشي او نورو کارکونکو سره ولیدل.
ناسته کې ښاغلي مولوي محمد غازي جریر د پاسپورت عمومي ریاست له مسوولینو د پلټنې په بهیر کې د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه او د پلټنې د راپور مسودې یوه کاپي یې د هغوی د نظر اخیستلو په پار ورسره شریکه کړه.
پای کې د پاسپورټ ریاست مسوولینو د پلټنې پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د پلټنې د موندنو او سپارښتنو پلي کولو ژمنه یې وکړه.