د پلټنې عالي ادارې پلاوي په عوايد لوی رياست کې د پلټنې پرانيست غونډه جوړه کړه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۷ - ۱۵:۵۲
fsdfs

د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې مشري يې د عوايدو پلټنې رياست رييس ښاغلي اعجاز الحق عزيزي او د پلټنې نورو غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۴ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۷ نېټه د عوايدو لوی رياست له رييس ښاغلي الحاج شير احمد مشفق او نورو غړو سره په ياد رياست کې د پلټنې پرانيست غونډه جوړه کړه. د غونډې په پيل کې ښاغلي عزيزي د پلټنې عالي ادارې په فعاليتونو رڼا واچوله او د پلټنې موخه يې په چارو کې د سمون راوستل وګڼل. نوموړي په خپلو خبرو کې ویل: مونږ په چا شک نه کوو، يواځې زمونږ اساسې موخه دا ده، ترڅو په ادارو کې د نيمګړتياو مخه ونیول شي او د اسلامي نظام تر سيوري لاندې هغه څه را څرګند کړو، چې د ټولو په ګټه وي.

ورپسې د عوايدو لوی رياست رييس ښاغلي مشفق په خپل وار سره خبرې وکړې. نوموړي د خپلو خبرو په لړ کې خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه: اصلاح هغه وخت راتلی شي، چې يو څوک زمونږ نيمګړتياوې را په ګوته کړي. همدار نګه نوموړي یادونه وکړه، چې پلټنه د مسوولو چارواکو تر منځ همغږي رامنځ ته کوي. هغه د پلټنې عالي ادارې لخوا مؤظف شوي پلاوي ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او د پلټنې د موندنو او سپارښتنو د تطبيق په اړه يې هم وعده وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS